ایران له ترکمنستان سره د اړیکو پراختیا ته اهمیت ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79952-ایران_له_ترکمنستان_سره_د_اړیکو_پراختیا_ته_اهمیت_ورکوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له ترکمنستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د ډیر اهمیت قائل دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2019 02:16 Asia/Kabul
  • ایران له ترکمنستان سره د اړیکو پراختیا ته اهمیت ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له ترکمنستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د ډیر اهمیت قائل دی.

محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د ترکمنستان د خارجه وزیر د مرستیال وفا حاجي اف په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې ایران تل په مختلفو برخو کښې له ترکمنستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی پاتې شوی دی، هیله وښودله چې دواړه هیوادونه د اړیکو د پراختیا لپاره په ټولو موجودو وړتیاؤ برخمن شي.

د ایران خارجه وزیر همداشان د کاسپین د حقوقي رژيم د ټاکلو په هکله د دغه سمندر د ساحلي هیوادونو د موافقې په یادونې سره په کاسپين سمندر کښې د ګډو طرحو اجرا ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.

په دغه کتنه کښې د ترکمنستان مرستیال خارجه وزیر هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپل هیواد د اړیکو او ملګرتیا په مهمو بللو سره وویل: هڅه کیږي چې د ځینو موجودو خنډونو په ختمیدو سره د ایران او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو او ملګرتیا د پراختیا او ژورتیا زمینه برابره شي.