له امریکې سره د موافقې لاسلیکول یو عبث کار دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مینځ واټنه ایټمي توغندیو د منعې له تړونه INF)) Intermediate-Range Nuclear Forces Treaty د امریکې د وتنې په غبرګون کښې وویل: له امریکې سره د موافقې لاس لیکول یو چټي او عبث کار دی.
محمد جواد ظریف پرون د د مینځ واټنه ایټمي توغندیو د منعې له تړونه INF)) څخه د وتنې په لړ کښې د امریکې فیصلې ته په اشارې سره په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: له یوې بلې موافقې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت وتلو وښودله چې هغوي له هر هغه څه الرجي لري چې د امریکې لخوا لاسلیک شوی وي.
ظریف زیاته کړه: د ډونلډ ټرمپ اقدامات دا پیغام رسوي چې کومې موافقې چې له امریکې سره لاسلیک کیږي، حتی د هغو د لیکلو لپاره د استعمالیدونکې سیاهۍ په اندازه هم ارزښت نه لري.
د ویلو ده چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو پرون وویل چې هیواد یې د شپږو میاشتو لپاره د مینځ واټنه ایټمي توغندیو د مخنیوي له هغه تړونه وځي چې د سوړ جنګ په وختو کښې د امریکې او روسیې د ولسمشرانو یعنې رونالډ ریګن او میخائیل ګورباچوف ترمینځ لاسلیک شوی و.
ډونلډ ټرمپ د امریکې د ولسمشر له جوړیدو وروسته له مختلفو دوه اړخیزو او څو اړخیزو موافقو وتلی دی چې پکښې له ایران سره د ۵+۱ ډلې ایټمي موافقه او همداشان د پاریس د آب و هوا تړون شامل دي.