د ایران ولس تل پر ځان تکیه کونکی پاتې شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80390-د_ایران_ولس_تل_پر_ځان_تکیه_کونکی_پاتې_شوی_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکې ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره د جنګ پیلول د امریکې او اسرائیلو لپاره د خودکشۍ په معنا دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2019 04:10 Asia/Kabul
  • د ایران ولس تل پر ځان تکیه کونکی پاتې شوی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکې ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره د جنګ پیلول د امریکې او اسرائیلو لپاره د خودکشۍ په معنا دی.

محمد جواد ظریف د امریکې این، بي، سي چینل ته په مرکه کښې زیاته کړه: په ایران باندې په تیرو څلویښتو کالو کښې د امریکې دباؤنه تل له ماتې سره مخ شوي دي ځکه چې د ایران ولس تل پر ځان ملا تړلې ده.

هغه په سیمه او نړۍ کښې د عربستان اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: سعودي عربستان د امریکې په غوښتنه په ټوله نړۍ کښې د افراط پالنې ملاتړ کوي او دا کار په مینځني ختیځ کښې د کړکیچ رامینځته کیدو او د وینې توییدو لامل شوی دی.

د ایران خارجه وزیر په سوریې کښې د ایران د شتون په هکله هم وویل: تر څو چې دمشق له تهران څخه له تندلاریتوب او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سوریې کښې د پاتې کیدو غوښتنه وکړي، تر هغې به ایران په سوریې کښې شتون ولري.