افغان چارواکے: ايران له بهر نړۍ سره د افغانستان ارتباطي پُل دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80588-افغان_چارواکے_ايران_له_بهر_نړۍ_سره_د_افغانستان_ارتباطي_پُل_دے
د افغانستان د ټرانسپورټ مرستيال وزير وويل: افغانستان د چابهار بندر له ظرفيتونو څخه د استفادې يو بالقوه شريک دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2019 08:35 Asia/Kabul
  • افغان چارواکے: ايران له بهر نړۍ سره د افغانستان ارتباطي پُل دے

د افغانستان د ټرانسپورټ مرستيال وزير وويل: افغانستان د چابهار بندر له ظرفيتونو څخه د استفادې يو بالقوه شريک دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې امام محمد وريماج پرون ماښام د چابهار بندر له وسائلو او سهولياتو څخه د ګټې اوچتولو په مراسمو کښې خبريالانو ته وويل: د سامانونو د صادراتو لپاره د دغه بندر له سهولياتو او وسائلو څخه د ګټه اوچتول د کابل د حکومت له مهمو پروګرامونو څخه دي.

د افغانستان د ټرانسپورټ مرستيال وزير وويل: د چابهار بندر له ظرفيته د استفادې منصوبه د کابل حکومت لخوا حتمي شوې ده او ډېره زره به دغه منصوبه کابينې ته وړاندې شي او اميد لروو چې افغانستان به د دغې منصوبې په منظورولو سره نړيوالو بازارونو ته د خپلو سامانونو د صادرولو لپاره د عمان سمندر او هند بحيرې ترڅنګه له دغه بندر څخه هم استفاده وکړې شي.

امام محمد وريماج زياته کړه: نن وړومبے ځل دے چې هند ته د چابهار بندر له لارې د صادراتو کتونکي يوو.