تهران ته دبشار اسدسفر د ایران د قدرت نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80654-تهران_ته_دبشار_اسدسفر_د_ایران_د_قدرت_نښه_ده
زمونږ خبریال وایی دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علی موحدی کرمانی ایران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد سفر تاریخی او بې ساری پیښه او په سیمه کښې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت او د اقتدار نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2019 11:27 Asia/Kabul
  • دامریکا قدرت کمزوری دی او دغه هیواد په خپلو هم تړونه هیوادونو کښې هم اعتبار نلري .
    دامریکا قدرت کمزوری دی او دغه هیواد په خپلو هم تړونه هیوادونو کښې هم اعتبار نلري .

زمونږ خبریال وایی دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علی موحدی کرمانی ایران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد سفر تاریخی او بې ساری پیښه او په سیمه کښې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت او د اقتدار نښه وبلله .

هغه تهران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل دغه سفر د نړۍ دسیاسی ټولنو د خبرونو په سر کښې ورغی او ثابته یې کړه چې په سیمه  کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د ائتلاف د جاسوسۍ او د اطلاعاتی بروالی له ادعا سره سره د سوریې نظام کافی ثبات او اقتدار لری .

د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علی موحدی کرماني  ډاګینه کړه تهران ته د سوریې دولسمشر بشار اسد سفر داسرائیلو رژیم او په سیمه کښې دامریکا متحدانو ته روښانه پیغام درلود چې په سوریې کښې به دایران دپوځی سلاکارانو شتون دوام ولری او په دې هکله د امریکا او دهغې دمتحدانو هراړخیزه دباونه هیڅ اغیز نلری .

ایت الله موحدی کرمانی زیاته کړه د سوریې ولسمشر بشار اسد دخپل هیواد دخلکو خپلواکۍ او عزت او له ایران سره ستراتیژیکې اړیکې په پیسو سره بدلې نکړې او هماغه راز د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اقتصادی او دکلتوری اړیکو د پیاوړی کولو غوښتونکی دی .

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام دغه راز په پولینډ کښې د وارسا ایران ضد غونډې ته په اشارې سره وویل په خپله دامریکا په اعتراف دغه غونډې له لومړیو څخه ماتی خوړلی وه او په دغه غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو د چارواکو نه ګډون دغه غونډه  بې اعتباره کړه .

هغه ټینګار وکړ دامریکا قدرت کمزوری دی او دغه هیواد په خپلو هم تړونه هیوادونو کښې هم اعتبار نلری .