امریکا به له برجامه ښې موافقې ته ونه رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80662-امریکا_به_له_برجامه_ښې_موافقې_ته_ونه_رسیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې او شمالي کوریا د خبرواترو د ماتې په غبرګون کښې وویل: برجام هغه ترټولو غوره موافقه ده چې امریکا ورته رسیدی شوه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 02, 2019 04:05 Asia/Kabul
  • امریکا به له برجامه ښې موافقې ته ونه رسیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې او شمالي کوریا د خبرواترو د ماتې په غبرګون کښې وویل: برجام هغه ترټولو غوره موافقه ده چې امریکا ورته رسیدی شوه.

محمد جواد ظریف پرون د امریکې او شمالي کوریا د مذاکراتو د ماتې په هکله په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: ډونلډ ټرمپ باید پوه شي چې ځلیدونکي نمایشونه، د عکاسۍ فرصتونه او ناڅاپه د سیاست بدلول له جدي ډیپلماسۍ سره سمون نه خوري.

د ایران خارجه وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې د ۱۵۰ مخیزې برجام ایټمي موافقې یو یو ټکي ته د رسیدو لپاره تقریباً دولس کاله تفکر او زرګونه ساعتونه خبرې اترې شوې دي، ټینګار وکړ چې ټرمپ به هیڅکله له دې غوره موافقې ته ونه رسیږي.

د ویلو ده چې په ویتنام کښې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون او د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمینځ د دویم ملاقات له وخته مخکښې ختمیدو وروسته سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې د دواړو لورو ترمینځ موافقه ونه شوه او د دې ماتې په توجیه کښې یې وویل: ټرمپ له ایران سره د بدې ایټمي موافقې تیروتنه، له شمالي کوریا یا بل کوم هیواد سره نه تکراروي.