په نړۍ کښې دامریکا قدرت په ځوړتیا دی :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80709-په_نړۍ_کښې_دامریکا_قدرت_په_ځوړتیا_دی
د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په تهران کښې د سپیڅلی دفاع د شفاهی تاریخ په ملی غونډې کښې وویل په دنیا کښې دامریکا قدرت په ځوړتیا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2019 11:32 Asia/Kabul
  • ناکامۍ او ماتي دامریکا او د هغې د هم تړونه هیوادونو په انتظار کښې ده .
    ناکامۍ او ماتي دامریکا او د هغې د هم تړونه هیوادونو په انتظار کښې ده .

د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په تهران کښې د سپیڅلی دفاع د شفاهی تاریخ په ملی غونډې کښې وویل په دنیا کښې دامریکا قدرت په ځوړتیا دی .

علی شمخانی په دغه حقیقت ټینګار سره وویل که څه هم امریکا ، لویدیځ او دسیمې مرتجعو عربو هیوادونو ترهګر او ګوډاګی عناصر په کار وګمارل چې د اسلامی مقاومت جرړه وچه کړی خو د مقاومت ځوانانو ، د سوریې پوځ او دعراق الحشد الشعبی او دیمن انصار الله ولسی ځواکونو او د حرم دفاع کونکو وښودله چې لویدیځ د نړۍ چورلیز نه دی او د کاغذ هغه مجسمه چې د امریکا د قدرت په هکله جوړه شوی ده په اسانۍ سره د دړې وړې کیدا وړ ده .

نن سبا  په داسې شرایطو کښې چې په سیمه کښې د داعش ډلې په ماتی سره دمقاومت جبهه برلاسی ده امریکا خپله هڅه له اصلی موضوع یعنی په سیمه کښې د امریکا او د اسرائیلو د سیاستو له ماتی څخه د پام د اړولو او منحرفولو لپاره کارولی ده .

صهیونیسټ رژیم په تیرو لسو (۱۰)کلونو کښې په سیمه کښې د فتنې او دجنګ د مرکز په توګه د لبنان له حزب الله او دفلسطین دمقاومت له ډلو سره په څلورو(۴) مهمو جنګونو کښې ماتی خوړلی ده .

په درې دیرش (۳۳) ورځنیو ، په دوه ویشت (۲۲) ورځنیو او په اته (۸) ورځنیو جنګونو کښې د مقاومت ځواکونه له دې سره سره چې د اسرائیلو په وړاندې د پوځی تجهیزاتو دلرلو له پلوه یې چندانې مناسبت حالات نلرل خو بریالی شول .

دغه بریالیتوبونه د فلسطین په غزې تړانګې کښې په یوپنځوس (۵۱)ورځنی جنګ کښې بشپړه شول .

دفلسطین په غزې او په لبنان کښې د مقاومت دبهیر په مقابل کښې د صهیونیسټ رژیم څو ځله ماتی وښودله چې اسرائیل او دهغه اصلی ملاتړی یعنی دامریکا حکومت تر کومه حده ماتیدونکی دی .

دایران دملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی ددغو بریالیتوبونو د نتیجو په جاجونې کښې وویل نن سبا له هغو ټولو سترو لګښتونو سره سره چې په نیواکی ټاټوبو کښې د امنیت د رامینځته کولو لپاره ترسره کیږی د اسرائیلو د سرحدونو د امنیت دتامینولو لپاره د سیمې د مرتعجو عربو هیوادونو او دامریکا ستراتیژیانې بندون ته رسیدلی دی او دقدس نیواکګر رژیم په خپلو سرحدونو کښې او حتی د خپلو سرحدونو دننه زیات ګواښ احساسوی .

دا په داسې شرایطو کښې دی چې امریکا،  اسرائیل ، عربستان او حتی په سیمه کښې ځینې فاسد او ناجایز عرب رژیمونه په هغو ملاتړونو سره چې له داعش ډلې یې وکړل په عراق او سوریې کښې امنیتی حالات د  ویش تر حده مخ ته بوتلل خو نتیجې ته ونه رسیدل او ددغه ماتی دلیل په سیمه کښې د مقاومت بروالی دی .

دغه مقاومت او بریالیتوبونو دوې (۲) شننې ځان پسې لرلی دی  لومړۍ دا چې د اسرائیلو د رژیم ماتی افسانه نه دبلکې یو(۱) حقیقت دی .

خو دوهمه(۲) او مهمه شننه په سیمه کښې دامریکا د قدرت د ځوړتیا دنښو نښانو ښکاره کیدل دی .

دایران  د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د اذربایجان شرقی ولایت له زرګونو خلکو سره په کتنې کښې د استکبار د جبهې چې په سر کښې یې امریکا ده کمزورتیاوته په اشارې سره وویل زیات دلیلونه شته چې ښیی د په دنیا کښې د امریکا قدرت، اقتدار او رعب مخ په ځوړتیا دی او امریکا نن سبا په کراتو د تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو له امریکا ډیره کمزوری ده .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ددغه مسلې په بیانولو سره وویل دامریکا د کمزوری عقل  لرونکو چارواکو خپل ځینې کمزوری ملګری  او ویریدلی حکومتونه د پولینډ وارسا غونډې او دایران پرضد فیصلې ترسره کولو ته وروبلل خو دغه غونډې هیڅه نتیجه ورنکړه او دا ټول د کمزورتیا نښه ده .

له دې کبله په تهران کښې د سپیڅلی دفاع د شفاهی تاریخ په ملی غونډې کښې د ایران دملی امنیت د لوړې شورا د سیکرټر علی شمخانی څرګندونې چې ویلی وو دامریکا قدرت په ځوړتیا دی د یوه (۱)حقیقت پراساس دی .

په سیمه کښې د ستراتیژیو په رامینځته کولو کښې د امریکا د  حکومت ناکامیانې او دایران پرضد د ائتلاف دجوړولو د بهیرونو ماتی او دنورو په سلګونو دسیسو ماتی خوړل ددغه حقیقت یوه(۱) اصلی او ستره ځانګړتیا ده چې د دې ښودنه کوی ناکامۍ او ماتی دامریکا او د هغې د هم تړونه هیوادونو په انتظار کښې ده .