ایران د کابل ترهګره حمله وغندله
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیګا په کابل کښې شوې ترهګره حمله وغندله او ویې ویل: له دا ډول اقداماتو د داعش په شمول د ټولو ترهګرو ډلو هدف د افغانستان په حکومت او خلکو کښې د ویرې او تفرقې رامینځته کول دي.
د ایرنا د خبر له مخې بهرام قاسمي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې خپلو سپیرو موخو ته په رسیدو کښې د ترهګرو د ناکامۍ وجه د افغانستان د ټولو حکومتي او ولسي ارکانو هوښیاري ده، څرګنده کړه: داعش په دا ډول غیرانساني، تیت پرکو او بې هدفه کارونو باندې په لاس پورې کولو سره په خپل ګمان د ځان د شتون د څرګندولو او په سوریې او عراق کښې د خپلو ماتو د جبیره کولو په لټه کښې دی.
هغه څرګنده کړه چې د افغانستان د ولس او حکومت اراده، ملګرتیا او پیوستون له ترهګرۍ له سبیره شتونه د دغه هیواد په پاکولو کښې یو ډیر مهم عامل ګرځیدلی شي او ایران ډاډه دی چې زر یا پس به دا ښه کار وشي او دا د خپل دوست او ګاونډي هیواد افغانستان لپاره د ایران آرزو ده.
له بلې خوا په کابل کښې د ایران سفارت هم د کابل ترهګره حمله وغندله.
د ایران د سفارت له خوا په خپور شوي پيغام کښې د کابل د ترهګرې پیښې له زخمیانو او د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندونې سره راغلي دي: په شهید مزاري مصلا کښې په ولسي غونډې باندې ترهګره حمله یو غیرانساني کار دی.
د ویلو ده چې پرون په کابل کښې د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د ارواښاد مشر عبدالعلي مزاري د شهادت د کلیزې په مراسمو کښې ترهګرې چاودنې وشوې چې په کښې درې تنه مړه او ۱۶ زخمي شوي دي.
په زخمیانو کښې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو کاندید محمد حنیف اتمر هم شامل دی.
داعش ترهګرې ډلې د دې حملې پړه منلې ده.