ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو د ویب سایټ درنو لوستونکو ورځپاڼو ته د کتنې په برخه کښې نن هم وړومبی د تهران چاپ ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب درسره شریک کړو. هیله ده چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د فقې د عالي موسسې او اسلامي علومو د غړو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو خبر په غټو ټکیو چاپ کړی او د دوي له قوله یې لیکلي دي: هغه څه چې ټولنه اداره کولی شي، زمونږ فقه ده.
دوي زیاتوي چې حوزه د یو اسلامي نظام او ټولنې ټول ضرورتونه پوره کولی شي.
د معظم رهبر په څرګندونو کښې هم داشان راغلي دي: که د نظام دښمنان ونه پیژنو نو هیواد به د هغوي د سیاستونو مغلوب شي.
دوي زیاته کړه: د ټولو اسلامي او عربي هیوادونو د خلکو سترګې د ایران اسلامي جمهوریت ته دي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې اسلامي نړۍ نن سبا د ایران د خلکو انقلابي خوځښت ته ضرورت لري، څرګنده کړه: کوم ولسونه چې له غربي او شرقي مادي تمدنونو ستومانه شوي دي، نن سبا اسلامي ژوند ته د ګروهنې په حال کښې دي.
دوي هم دا شان د اسلام په دین کښې د کورنۍ د مسئلې اهمیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د سړیو په کامیابیو کښې د میرمنو او کورنیو رول ډیر زیات دی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي ټینګار وکړ چې که د انسان میرمنه د هغه ملګرې وي او ګډ هدف ولري او ترڅنګ یې پاتې شي نو پرمختګ به یې ډیر چټک شي.
اطلاعات ورځپاڼې په خپل یو بل سرټکي کښې د جرمني د کورنیو چارو د وزیر خبرې راخیستې دي چې وايي: حزب ا... د لبنان د ټولنې یوه برخه ده.
هغه زیاتوي: د انګلستان د دریځ په اپوټه، مونږ حزب ا... ترهګره ډله نه ګڼو.
په عین حال کښې د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بري هم وویل: امریکا د لبنان د چارواکو ترمینځ د تفرقې اچولو په لټه کښې ده.
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ایران د ولسمشر حسن روحاني د ټیلیفون په ځواب کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د ژمنې په هکله د دوي له خولې لیکلي دي: پاکستان به د ترهګرو مونډ وباسي.
د خبر په تفصیل کښې لولو: حسن روحانی پرون د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په ټیلی فونی خبرو کښې په دې خبرې سره چې ایران په ښه ډول پوهیږی ترهګرې ډلې د پاکستان له خاورې د ایران د ملت پرضد د ټروریسټی بریدونو لپاره استفاده کوی او ترهګر په کومو سیمو کښې دیره دی وویل ایران د دغو ټروریسټانو پرضد د پاکستان د پریکنده عملیاتو په تمه دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه ایران چمتو دی ددغو ترهګرو چې دهغوې شتون د ایران د پاکستان او دسیمې په ګټه نه دی د له مینځه وړلو لپاره د پاکستان له پوځ او حکومت سره ملګرتیا وکړی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد ترهګرو او دهغوې پټڼځایونو ته نږدې شوی دی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ته ډاډ ورکړ د پاکستان پوځ او حکومت به د ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره خپله ټوله هڅه وکاروی او اجازه به ورنکړی دغه ټروریسټان د پاکستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د ایران دخلکو پرضد استعمال کړی .
عمران خان ټینګار وکړ ددغو ترهګرو او دهغوې داقداماتو په هکله به له خوشحالۍ ډک خبرونه ایران ته ورکړل شی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په دې خبرې سره چې هیله من یم چې زر ایران ته سفر وکړم وویل اسلام اباد په ټولو برخو کښې له تهران سره د اړیکو د پراخولو او ژورولوغوښتونکی دی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی تهران ته د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان دسفر هرکلی وکړ .
کابل چاپ
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول، د افغانستان د سولې په اړه مطالب لیکلي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپانې به خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ په قطر کې پنځم پړاو خبرې دیارلسمې ورځې ته وغځېدې.
په سر مقاله کې راغلي، مذاکرات لا هم د تړلو دروازو تر شا دي او د څرنګوالي په اړه یې څه نشته.
ورځپاڼه لیکي، د دغو مذاکراتو پټو ترسره کېدو اندېښنې پیدا کړي، ځکه خلک نه پوهېږي چې امریکا به له طالبانو سره پر کومو مسایلو هوکړه کوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغانستان خلک حق لري چې اندېښمن وي، ځکه په خبره یې، دوی د طالبانو د ډلې او د پاکستان د استخباراتو له ادارې سره یې له تړاوه خبر دي.
په سرمقاله کې راغلي، لکه څنګه چې امریکا له ترهګرو په وېره کې ده او په طالبانو په اسانۍ سره اعتماد نه کوي، دغه شان د افغانستان خلک هم له طالبانو په وېره کې دي.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ خبرې باید علني وي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي دي.
ویسا لیکلي، د سولې خبرې باید په نیک شګون ونیسو، البته څارل یې، ملاتړ یې او په دې بهیر کې ورشریکېدل اړین دي، ځکه افغانان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د ډېرو ښو شعارونو تر پردې لاندې په مصیبتونو اوښتي دي.
په سرمقاله کې راغلي، زمونږ په ولس یرغلونه هم د مرستې او ملاتړ په نامه شوي دي او لوټ شوي هم د خواخوږۍ تر شعارونو لاندې دي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، د سولې بهیر ته به په نیک نظر ګورو، ملاتړ به یې کوو، خو ولس به مو په کې شامل وي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغان سولې په اړه د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې څرګندونې راخیستې دي.
هېواد لیکلي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس له ټولو افغان سیاستوالو وغوښتل چې د عادلانه سولې او ملي ګټو لپاره یو ځای کار وکړي.
په مطلب کې د نوموړي په حواله راغلي چې د ملي وحدت حکومت لپاره عادلانه سوله لومړیتوب لري او ټول سیاسي مشران باید د سولې د لارې د خلاصون لپاره متحدانه کار وکړي.