د ایران دفاع وزیر د صهیونیسټي رژیم ګواښ ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80892-د_ایران_دفاع_وزیر_د_صهیونیسټي_رژیم_ګواښ_ته_غبرګون_وښود
د ایران دفاع وزیر د صهیونیسټي رژيم له خوا د اسلاي ایران د تیلو صادراتو ته د ګواښ په غبرګون کښې وویل: دا کار نړیواله ناامني ګڼله کیږي او ایران به ورته کلک ځواب ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2019 09:41 Asia/Kabul
  • د ایران دفاع وزیر د صهیونیسټي رژیم ګواښ ته غبرګون وښود

د ایران دفاع وزیر د صهیونیسټي رژيم له خوا د اسلاي ایران د تیلو صادراتو ته د ګواښ په غبرګون کښې وویل: دا کار نړیواله ناامني ګڼله کیږي او ایران به ورته کلک ځواب ورکړي.

جنرال امیر حاتمي نن په یوه مرکه کښې زیاته کړه: د ایران وسله وال ځواکونه په پوره توان او اقتدار سره د مختلفو خطرونو په وړاندې د خپلو کشتۍ چلونې د کرښو ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د روانې مارچ میاشتې په شپږمه نیټه په یولړ ګستاخانه څرګندونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو صادرات قاچاق وبلل او د ایران د تیلو وړونکو کشتیو په ضمني ګواښلو سره یې وویل: د ضرورت په وخت د اسرائیلو سمندري ځواک د ایران د تیلو د قاچاق مخه نیوی شي.