ځیني په سیمه کښې شکمنه ایټمي پروژه تعقیبوي
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: په سیمه کښې ځینو هیوادونو د تیلو د ګټې د ډالرو په لګولو سره د شکمنو ایټمي پروژه اجرا په خپله ایجنډا کښې راوستې ده.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې علي شمخاني نن په ارومیه کښې د ایران د شمال لویدیځ د شهیدانو په نمانځغونډه کښې زیاته کړه: د شکمنو ایټمي پروژو اجرا سیمه او حتی نړۍ له خطر او د تکفیري ترهګرو ډلو او داعش له ګواښه له ډیر بد کړکیچ سره مخامخولی شي.
هغه څرګنده کړه: د دا ډول ګواښونو بڼه نیول به ایران مجبور کړي چې د ګواښونو د نوي ماهیت او جغرافیا له مخې خپله سټراټیجي برابره کړي او د هیواد او وسله والو ځواکونو اړتیا له هغه سره سمه اټکل او اجرا کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي زیاته کړه چې ایران د پردیو او د لویدیځې آسیا د ځینو شرغواړو هیوادونو تحرکات په تیره بیا د هغو سیمه ایزو هیوادونو غیرعادي اقدامات څاري چې له ترهګرو بهیرونو په ملاتړ کښې توره مخینه لري.
شمخاني همداشان د سیمې د نننیو حالاتو او د صهیونیسټي رژیم د دوامدارو ماتو په بیانولو سره وویل: کوم رژيم چې له نیل نه تر فُراته پورې د تسلط په لټه کښې و، نن سبا په خپلو بې اعتباره سرحدونو کښې کلابند شوی او مشران یې د مقاومت د ځواکونو د توغندیو له ویرې، خوب نه شي کولی.