صهیونیسټان په ایران پورې د دروغ تړلو عادت لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د ایران له خوا د صهیونیسټي رژیم د چارواکو د موبایلونو د هیک کیدو په هکله د دغه رژیم ادعا رد کړه او ویې ویل: صهیونیسټان هره ورځ په ایران پورې د دروغ تړلو او د هغه د ملامتولو عادت لري.
بهرام قاسمي بیګا څرګنده کړه چې صهیونیسټانو او امریکایان د دغمنۍ، کینې او له ایرانه د ویرونې د دودولو په لړ کښې، د دوي په خپله خبره، له مختلفو لارو په ایران باندې د زیات نه زیات دباؤ اچولو په لټه کښې دي.
هغه زیاته کړه: امریکا او اسرائیل له دې دروغ جوړولو نه علاوه هڅه کوي چې د تبلیغاتي اوزارونو په کارولو سره په نړۍ کښې هره بده پيښه د ایران کار وښايي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند هم دا شان د آسټریلیا د پارلیمان د سیسټمونو په هیک کولو کښې د ایارن د رول په دروغ بللو سره څرګنده کړه: بې شکه چې دا درو هم د هم هغه نفسیاتي جنګ یوه بله برخه ده چې د ټیکنالوجۍ په برخه کښې د ایران د روا توانیو خلاف بڼه نیسي.
د ویلو ده چې د امریکې یو څیړنیز شرکت په دې وروستیو کښې ادعا کړې وه چې په ایران کښې دیره هیکرانو د آسټریلیا د پارلیمان سیسټمونه هیک کړي دي.