د دفاع د حق په کارولو کښې شک نه کوو
په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي د صهیونیسټي رژیم له خوا د تیلو په لړ کښې د وروستي ګواښ په غبرګون کښې خبرداری ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلې دفاع د حق په استعمالولو کښې شک او ځنډ ونه کړي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي د صهیونیسټي رژیم له خوا د تیلو په لړ کښې د وروستي ګواښ په غبرګون کښې خبرداری ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلې دفاع د حق په استعمالولو کښې شک او ځنډ ونه کړي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي پرون امنیت شورا ته په یو لیک کښې، د ایران د تیلو د صادراتو د قاچاق بللو او د صهیونیسټي ځواکونو له خوا د ایران د تیل وړونکو کشتیو مخه نیونې ته د چمتووالي په اړه د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو وروستۍ څرګندونې د زور کارولو لپاره یو څرګند ګواښ او د ملګرو ملتو د اهداف خلاف کار وباله او څرګنده یې کړه: دا غیرمسئولانه څرګندونې او د آزاد نړیوال تجارت خلاف د صهیونیسټي رژيم ګواښونه باید په کلکه وغندل شي او مخه یې ونیوی شي.