دایران دتوغندوی پروګرام په باب چټی او پوچې ادعاګانې
روئیټرز خبری آژانس په خپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دی،پټ سندونه ښئ چې انګلستان، فرانسې اوجرمنی په مارچ میاشت کې دایران دتوغندوی پروګرام په دلیل ددغه هیواد په ضد نوی بندیزونه وړاندې کړی دی خو دغه کار دایټالیا پشمول د اروپائی اتحادئې د نورو هغو غړو له مخالفت سره چې مخامخ شوی،چې له اسلامی ایران سره د تجارتی اړیکو زیاتول غواړی .
د ایران داسلامی جمهوریت دتوغندوی پروګرام په باب دلویدیځی رسندوئی اوخبری ټولنو دروغ او پروپیګنډې هماغه راز دوام لری .
لویدیځی رسندوئې هڅه کوی،څو دنړۍ عمومی افکار د ایران په ضد دغلطو اطلاعاتو په اساس دریځ غوره کړی . په همدې اساس ، دامریکا فکس نیوز خبری چینل په یوه راپور کې مدعی شوی ، ، د هغو اطلاعاتو په اساس ، چې ترلاسه شوی ، دجرمنی حکومت د هغه څه لپاره دایران دځینو هلوځلو له ایشوا کولو ډډه کړې ده چې دغه خبری چینل د توغندوی پروګرام او د پټو ایټمی وسلو ترلاسه کول بللی دی .
دفکس نیوزخبری چینل له نظره،د جرمنی دغه پټَول دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې اوله ایران سره داقتصادی اړیکو د ساتنې په موخې سره ترسره شوی دی .
دغه ادعا په داسې حال کې مطرح شوې ده ، چې روئیټرز خبری آژانس په خپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دی ، پټ سندونه ښئ چې انګلستان، فرانسې اوجرمنی په مارچ میاشت کې دایران دتوغندوی پروګرام په دلیل ددغه هیواد په ضد نوی بندیزونه وړاندې کړی دی ، خو دغه کار دایټالیا پشمول د اروپائی اتحادئې د نورو هغو غړو له مخالفت سره چې مخامخ شوی ، چې له اسلامی ایران سره د تجارتی اړیکو زیاتول غواړی .
د ایران ددفاعی توان دګواښ بریښولو په باب بې اساسه ادعاګانې په داسې حال کې تکراریږی،چې دایران توغندوی پروګرام دفاعی ماهیّت لری او د ګواښونو په مقابل کې ددفاعی اړتیاؤ په اساس پلان شوی دی .
ددې په ترڅ کې چې د ملګروملتو په امنیت شوراکې یوه پریکړه لیک هم،د ایران توغندوی پروګرام یا توغندوی آزموینې منع کړی نه دی .
د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک مادې په دې زمینې کې په بشپړ روښانه او له هرډول بهاماتو اوشکونو پاکې دی . دایران دتوغندوی پروګرام په سر دخبرواترو نه کول او دهغو پر دفاعی شونې ټینګار هم هغه ټکی دی ، چې په کرتو دایران د اسلامی جمهوریت چارواکو پرې ټینګار کړی دی .
خو لویدیځی هیوادونه هر ځل هڅه کوی،پر ایران ددباؤ لپاره نوی پلمې ولټوی . داپه داسې حال کې دی ، چې داسې هیڅ سند نشته چې وښئ، ایران دایټمی وسلو دترلاسه کولو لپاره فعالیتونه کوی .
دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس هم د سوله ایزو ایټمی فعالیونو په تشخیص ورکولو کې د صلاحیّت لرونکی اورګان په توګه،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې له اجرا وروسته په کرتو په دوامدار ډول تائید کړې ده ، دایران ایټمی پروګرام هیڅ ډول پوځی ماهیّت یا اړخ نه لری . دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یو کیا آمانو په همداوروستیو کې دایران دایټمی پروګرام په باب پخپل څوارلسم راپور کې هم یو ځل بیا په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته د ایران پابندی اعلان کړې ده .له دې سره په یو وخت دامریکاپشمول داروپائی هیوادونوزیات شمیرخپلواکه کارپوهانو اوشناندوهم دایران د ایټمی موضوع سره دایران دتوغندوی پروګرام تړل یوه چټی پلمه بللې او وئیلی ئې دی،داامریکاده چې له جامعې ایټمی موافقې په یواړخیز اوغیر قانونی ډول له وتلو وروسته دایران په ضد ډول ډول پلموجوړولوته زمینه هواروی .
له دې امله واضحه د ه چې دغه ډول پلمو جوړول دامریکا او لویدیځ له زیات غوښتنو سره د پُخلا کیدو لپاره پر ایران ددباؤ له اچولو پرته بله هیڅ موخه نه لری . دجرمنی په مرستې سره د خپلو توغندوی دفاعی پروګرام دپراختیا لپاره دایران دهڅې په باب دفکس نیوز خبری چینل ادعا هم له دې بهیره جلا له چټی او پوچې ادعا پرته بل څه نه دی .