له ايرانه ويرونه د امريکې او صهيونېسټ رژيم ګډ سياست
له ايرانه د ويرونې لپاره کوشش د امريکې او صهيونېسټ رژيم د ګډو سياستونو ثابته برخه ده.دغه موضوع واشنګټن ته د نتنياهو د سفر يو هدف دے.
د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو په نيواکي فلسطين کښې د انتخاباتو په درشل کښې د امريکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتنې او د آئپېک په صهيونېسټي کانفرنس کښې د ګډون لپاره وړمه ورځ د ايتوار په ورځ واشنګټن ته لاړ.
هاآرتص صهيونېسټي نشريې په دې باره کښې وليکل، نتنياهو په څلور ورځني سفر واشنګټن ته لاړ دے او په دې موده کښې ټاکل شوېده د امريکې له ولسمشر سره دوه ځل ليدل کتل وکړي. د دغه رپوټ له مخې نتنياهوټاکل شوې ده د ځاي وخت مطابق د نهې په ورځ په آئپېک کانفرنس کښې وېنا وکړي.
نتنياهو واشنګټن ته له روانېدو مخکښې وويل چې له ټرمپ سره به د ايران په شمول د ځينو سيمه ايزو مسائلو په اړه خبرې اترې وکړي. له دغه سفره مخکښې د امريکې خارجه وزير پومپئو هم سيمې ته په يو سفر کښې کوشش وکړ په فضاء جوړونې او د بې بنيادو تورونو په لګولو سره د لبنان په حزب ا... د دباو د زياتولو سبب شي.
د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم نتنياهو تر اوسه څو ځل په داسې تګ راتګونو کښې کوشش کړے دے چې د ايران په خلاف د پروپېګنډو په شروع کولوسره له ايرانه د ويرونې بهير مخ په وړاندې بوځي خو نه دے بريالے شوے.
د لبنان په حزب ا... د دباو زياتول او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې په لاسوهنه د ايران تورنول د صهييونېسټ، سعودي او امريکې رژيمونو ګډ پروګرام دے. البته دغه تکراري سناريو جوړونې به څه نتيجه ونه لري.
همدارنګ دروغجن صهيونېسټان له امريکې سره يوځاے هم هغه شان کوشش کوي چې وښئ ايران اېټمي وسلو ته لاسرسائي غواړي. دغه د دروغو پروپېګنډې په داسې حال کښې دي چې عامه نړيوال افکار پوهيږي چې اسرائيل لږ تر لږه دوه سوه اېټمي خويلې په اختيار کښې لري.
د نړيوالو تعلقاتو مشهور استاد او نظريه پرداز جان مرشايمر وائي: «ايران په سيمه کښې د هيڅ يو هېواد لپاره ګواښ نه دے.»
د شېکاګو پوهنتون دغه استاد له لوبلاګ سائيټ سره په يوه مرکه کښې وويل: «حقيقت دا دے چې امريکه نېغ په نېغه د ايران لپاره ګواښ دے نه چې د دې په اپوټه. د ټرمپ حکومت د اسرائيلو او سعودي په ملګرتيا سره ايران په نښه کړے دے او د دغه هېواد د نظام د بدلولو کوشش کوي.»
« د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د تېرې مۍ مياشت کښې د کار او کارګر د ورځې په درشل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له ازادي غوښتونکي او خپلواکه نظام سره د مقابلې لپاره يوه طريقه د سيمې د ځينو کم پوهه حکومتونوتحريکول او په سيمه کښې دننه د اختلافاتو او نښتو رامنځته کول وبلل او زياته يې کړه: «امريکايان کوشش کوي چې د سعوديانو او د سيمې د ځينو هېوادونو په تحريکولو سره هغوي د اسلامي جمهوريت په مقابل کښې راولي، خو که هغوي عقل ولري نو پکار دي له امريکې څخه دهوکه ونه خوري.»
------------