د سپاه پاسداران ترهګر بلل به د امریکې لپاره غمیزه ناک وي
(last modified Mon, 08 Apr 2019 03:06:56 GMT )
Apr 08, 2019 07:36 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسداران ترهګر بلل به د امریکې لپاره غمیزه ناک وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د ترهګر اعلانولو په لړ کښې د امریکې احتمالي اقدام، یوې جبې ته د واشنګټن د کوزیدو سبب وباله او ویې ویل: دا کار به د امریکې لپاره یوه بله غمیزه وي.

محمد جواد ظریف پرون د ترهګرو ډلو په لسټ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د ورزیاتولو په لړ کښې د امریکې د متقاعد کولو لپاره د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم د ملاتړو ډلو هلوځلو ته په اشارې سره په خپل ټویتر اکاؤنټ کښې ولیکل: که د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې کار وکړي نو واشنګټن به یوې جبې ته ورکوز کړي.

ظریف لیکلي، کوم کسان چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم په وړومبیتوب کښې راولي او له مودو راهیسې یې د پاسدارانو لښکر د ترهګر اعلانولو لپاره په شوق سره کار کړی دی، په هغو پایلو پوره خبر دي چې دا کار به یې په سیمه کښې د امریکايي ځواکونو لپاره ولري.

د وال سټریټ جنرل ورځپاڼې په لیکنه، د امریکې حکومت په ایران باندې د دباؤ زیاتولو او له دې هیواد سره له تجارته د بهرنیو شرکتونو د منعه کولو د هلوځلو په لړ کښې نیت لري چې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړي.

 

ټیګونه