دامریکا اقدام دایران دخلکو د ډیر اتحاد سبب شوی
-
دایران ملت به په وحدت ، کوټلتیا او ملي پیوستون سره امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دهغه ملاتړي هیوادونه ناهیلي کړی .
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ایران دولسمشر د دفتر مشر محمود واعظی وویل داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک په هکله د امریکا احمقانه اقدام په ایران کې د ډیر ملی پیوستون او اتحاد سبب شوی دی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې دایران دملت پرضد د امریکا دښمنۍ ختمیږی نه وویل له دغو احمقانه اقداماتو دامریکا هدف دایران دملت او د اسلامی نظام د ارکانو ترمینځ د تفرقې او د درز رامینځته کول دی خو واشنګټن په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې خپل هدف ته نه دی رسیدلی .
داسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مشر محمود واعظی ډاګینه کړه داسلامی نظام دښمانانو په بیلابیلو پړاونو کښې په تبلیغاتی او روانی جنګ او داقتصادی بندیزونو په لګولو سره هڅه وکړه په ایران کښې ټولنیزې پانګونې کمې کړی خو هدف ته نه دی رسیدلی .
واعظی ټینګار وکړ دایران ملت به په وحدت ، کوټلتیا او ملی پیوستون سره امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دهغه ملاتړی هیوادونه ناهیلی کړی .