ورځپاڼو ته کتنه
ګرانو دوستانو ورځپاڼو ته د کتنې په برخه کښې د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه لوستلی شئ.
*******////////////*******
د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو د قرآن مجيد په نړيوالو سياليو کښې د ګډون کونکو په کتنه کښې پرون د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وینا په هکله خبرونه او تبصرې خپرې کړې دي.
په دې لړ کښې کیهان ورځپاڼې د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي له قوله په غټو ټکیو لیکلي دي: له سیلاب ځپلو سره په مرسته کښې د خلکو ستر خوځښت کم ساری او د شهیدانو درس دی.
حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې په قرآن باندې عمل په دنيا کښې عزت، سوکالۍ، پرمختګ ، قوت، يووالي او د خوږ ژوند د طريقې او د آخرت د نېکمرغۍ د رامنځته کولو زمينه جوړونکی دی، دا خبره په ګوته کړه چې د اسلامي هېوادونو ځينې مشران د سوريې او يمن د جنګ په شان جنګونو، اختلافاتو او د مسلمانانو د قتل عام زمينه برابرونکي دي.
دوي په دې تاکيد سره چې د اسلامي امت او بشريت زياتره مشکلات او مصيبتونه په قرآني تعليماتو د عمل نه کولو په وجه دي زياته کړه، نن د خدای په مهربانۍ سره په اسلامي جمهوريت کښې قرآني تعليماتو او له دغو تعليماتو سره تمسک ته د خلقو په تېره بيا د ځوانانو هرکلی ورځ په ورځ په زياتېدو دی او همدغه له قرآن سره تمسک به د اسلامي نظام د نېکمرغۍ، قوت او عزت سبب شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په قرآن باندې د عمل لپاره د خدای پاک ياد او الهي تقوا لازمي وبلله او د هغو انسانانو په توګه چې د تقوا په لوړه مرتبه کښې يې شتون لرۀ شهيدانو ته په اشارې سره وفرمايل: زمونږ شهيدانو د ايران ملت ته زيات درسونه ورکړل چې مهمه نمونه يې له سېلاب ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره د ستر ولسي حرکت کم مثاله ښکارنده ده.
دوي همدارنګ د ايران له اسلامي جمهوريت سره دښمنيو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: که څه هم د ښمنۍ او د هغو اندازه او سختوالی له مخکښې نه زيات ښکاري خو دغه اقدامات او دسيسې له اسلامي جمهوريت سره د دښمنانو د دښمنۍ وروستۍ ساګانې دي.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تاکيد وکړ، دښمنان چې هر څومره د ايران د ملت په اړه زيات عمل ترسره کړي او سختي وکړي او هرڅومره چې په قرآني تعليماتو باندې د ايران د ملت له پابندۍ څخه په قهر کيږي خو دغه ملت به يې په مقابل کښې لا مضبوط او تکړه شي او له قرآن سره به خپل تمسک لا زيات کړي.
**
برجام دوباره ولولئ....
د هغه سرټکی دی چې مردم سالاري خبرپاڼې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له قوله په خپل وړومبي مخ لیکلی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې محمد جواد ظريف په سوشل مېډيا کښې په خپل يو پېغام کښې د برجام (ایټمي موافقې) دريو مهمو اروپائي غړيو ته په يادراوړنه کښې وليکل: مونږ د برجام خپلو دريواروپائي انډيوالانو ته يادونه کوو چې د اېن پي ټي، برجام او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق د ايران د يورينيمو د پخولو لپاره هيڅ منعې نشته، نه اوس، نه په ۲۰۲۵ کال کښې او نه له هغه وروسته. د اروپائي انډيوالانو لپاره د هغه سند لوستل چې يې لاسليک کړے او ترې نه يې د دفاع کولو وعده کړې وه ګټور کېدې شي.
مردمسالاري په هم دې لړ کښې یو بل خبر کښې لیکلي چې د فرانسې خارجه وزرات په واشنګټن کښې د دغه هېواد د سفير د جنجالي ټوئيټونو په ردعمل کښې وويل، پاریس د برجام اېټمي موافقې په اجرا ژمن دے.
د فرانسې خارجه وزارت د دې په بيانولو سره چې برجام اېټمي موافقه په 2231 پرېکړليک کښې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا تائيد شوے دے واضحه کړه: دغه نړيواله موافقهد نړۍ د ثبات ساتنې لپاره لازمي ده.
یاده دې وي چې په امريکه کښې د فرانسې سفير د تېر ايتوار په شپه په خپله ټوئيټر پاڼه کښې ادعا کړې وه چې ايران د برجام اېټمي موافقې له لاسليکولو وروسته د يورانيمو پخولو اجازه نه لري.
**
کابل چاپ:
کابل چاپ ډېری ورځپاڼو بیا هم د سولې مشورتي لویې جرګې او د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، له اټکل سره سم ډاکتر عبدا... پسې نورو جریانونو او انتخاباتي ډلو هم د حکومت مشورتي لویه جرګه تحریم کړه، له دې تحریم سره د مشورتي لویې جرګې د جوړولو لپاره هېڅ د توجېه وړ دلیل پاتې نهدی.
د ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکي په وینا، که حکومت له دا ډول مخالفتونو سره سره بیا هم مشورتي لویه جرګه جوړوي، دا بهیې د خپلو پلویانو یوه غونډه وي او هېڅکله هم د لویې جرګې عظمت او درنښت نهشي تمثیلولی.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې د سولې لپاره د ملي مشورتي لویې جرګې مخالفتونه د څه لپاره؟
ورځپاڼې له مشورتي لویې جرګې سره د حکومت د اجرائیه مشر او د حنیف اتمر تر مشرۍ لاندې د سولې او اعتدال ډلې پرېکون ته په اشارې لیکلي، په افغانستان کې ستره ستونزه دا ده چې ګڼ کسان په داسې ملي تصمیم کې چې د وخت ستره غوښتنه ده، له ګډونه په شا کېږي.
د ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا ملت ته نور شکونه هم راپورته کوي او په وینا یې دا د حل لار نهده.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې بیا د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره د اجماع په جوړولو ټينګار کړی.
ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د مشورتي لویې جرګې د جوړولو پر سر له وروستیو عکسالعملونو څرګندېږي چې ارګ له مطرحو سیاسي څېرو سره مشورې نهدي کړي.
د ورځپاڼې په وینا، که چېرې د سولې مشورتي جرګه د مطرحو سیاسي څېرو، انتخاباتي نوماندانو او ګوندونو له حضور پرته ترسره کېږي دا جرګه به خپله موازنه له لاسه ورکړي او دا به یوازې د ښاغلي غني د انتخاباتي کمپاین یوه برخه وي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د ملي وحدت حکومت مشران د سولې له پروسې او انتخاباتو سره سیاسي معامله کوي.
ورځپاڼې همدارنګه په انتخاباتي بهیر کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي، سره له دې چې اوسمهال د هېواد شرایط داسې دي چې که یې واقعي ارزونه وشي، په بشپړ باور ویلی شو چې راتلونکي ولسمشریز انتخابات د نا ممکن تر بریده ستونزمن دي.
د ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکي په باور، که د سولې روان بهیر ښه پر مخ ولاړ شي، معنی دا چې ټول لوري به سولې ته لومړیتوب ورکوي، بیا خو د انتخاباتو ترسره کېدل په خپله له لومړیتوبه لوېږي او بیا به یوه موده په کار وي چې طالبان د هېواد د سیاسي بهیر برخه شي.
خو د سرمقالې د لیکوال په باور، که د سولې روان بهیر له ناکامۍ سره مخ شي، بیا خو دوهم انتخاب د جګړې پراخېدل دي او دا طبیعي خبره ده چې هېواد به د مرګونو په کنده بدل شي او بیا د انتخاباتو پروسه پر انتخاباتو او ولسواکۍ ملنډې وهل دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*