د امریکا خبیث ماهیت ټولو ته ښکاره شوی
-
د تهران لمونځ ګزارو دجمعې لمانځه له ادا کولو مخکې په شعارونو سره د امریکا ، دال سعود او د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل .
زمونږخبریال وایی د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی د جمعې لمانځه په خطبو کښې په تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو کښې د ایران دخلکو پرضد د امریکا جنایتونو ته په اشارې سره وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اقداماتو سره د واشنګټن ماهیت ټولو خلکو ته معلوم شوی .
هغه دایران د تیلو د اخیستونکو هیوادونو لپاره د معافیت په نه تمدیدولو او د واشنګټن د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د نوم په شاملولو کښې دامریکا د اقدام په غندلو سره وویل دامریکا د خبیثانه اقداماتو په هکله قضاوت باید دنړۍ خلکو ته وسپارل شی .
ایت الله امامی کاشانی ټینګار وکړ دایران دخلکو پرضد د امریکا دسیسې د تل په شان له ماتی سره مخ کیږی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله امامی کاشانی دغه راز د سعودی عربستان د اودیرشو (۳۷) ښاریزو په اعدامولو کښې د ال سعود رژیم د اقدام په غندلو سره وویل دغه کار د ال سعود او د امریکا او دصهیونیسټ رژیم په شان د عربستان د ملاتړو لپاره دشرم خبره ده .
هغه امریکا ، ال سعود او صهیونیسټ رژیم سپیره مثلث وباله او ویې ویل دنړۍ خلک سعودی عربستان ، صهیونیسټ رژیم او امریکا د ترهګرۍ درامینځته کولو او په سیمه کښې د خلکو د وژلو په دلیل جنایتکاره ګڼی .
د تهران لمونځ ګزارو دجمعې لمانځه له ادا کولو مخکې په شعارونو سره د امریکا ، دال سعود او د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل .