ورځپاڼو ته کتنه
-
ورځپاڼو ته کتنه د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې
ګرانو او قدرمنو دوستانو نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې کیهان ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د خارجه وزیر محمد جوادظریف له خولې په غټو ټکو لیکلي دي: د هرمز اوبلاره به امریکا نه بلکې مونږ یې ناامنه کوو.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر چې د آسیايي ملګرتیا د خبرواترو د ټولنې په شپاړسمه غونډه کښې د ګډونن لپاره د قطر دوحې ته تلی و، د دغه سفر ترڅنګ یې د الجزیره چینل له انګریزي برخې سره مرکه وکړه.
محمد جواد ظریف د دغې مرکې په یوه برخه کښې چې تیره پنجشنبه د الجزیره چینل له عربي څانګې خپره شوه، په عجیبه او د غور وړ څرګندونو کښې وویل: که امریکا زمونږ لپاره د هرمز اوبلارې ناامنه کول وغواړي نو دې کار ته به یې پرې نږدو.
د ایران خارجه وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې د ایران د تیلي بندیز د معافیتونو په لغو کولو او صفر ته د ایران د تیلو د صادراتو د رسولو لپاره د هلوځلو او هم داشان د ترهګرو ډلو په لیسټ کښې د انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د نوم شاملو په لړ کښې د امریکې له غلیمانه اقداماتو وروسته د ایران سیاسي او پوځي چارواکو امریکې او د هغې انډیوالانو ته د ځواب ورکولو لپاره د ډیرو انتخابونو خبره کړې وه چې ترټولو مهم انتخاب په کښې د امریکایانو لپاره په فارس خلیج کښې د هرمز تنګي ناامنه کول دي.
**
له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې هم د خپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې د ایران د تیلو د وزیر له قوله لیکلي دي: د اوپیک د ځینو غړو ګواښ بې ځوابه نه پریږدو.
د خبر په ځینو برخو کښې لولو چې د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه وویل: د ځینو غړو له خوا د یواړخیز پالنې په وجه د اوپیک د ړنګیدو احتمال شته دی.
د اوپیک عمومي منشي هم ویلي، د ایران خلاف یواړخیزې پریکړې ګټه نه لري. محمد سانوسي بارکينډو زیاته کړه: ډاډمن یم چې د زنګنه په شان چارواکو په شتون سره به دا کشتۍ غرقه نه شي. د تیلو له بازاره د ایران لرې کول، ناممکن دي. هغه وویل چې ایران د انرجۍ له کمي سره په مقابله کښې مخکښ پاتې شوی او د انرجۍ سرچینو ته د ډول والي په ورکولو کښې یو اتل دی. په اوپیک کښې کوشش کوي چې تیل په غیرسیاسي توګه اداره کړو.
هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر وویل: ایټمي اقتدار خوندیتوب رامینځته کونکی دی.
علي اکبر صالحي زیاته کړې چې د وري په شلمه نیټه وړاندې شوې بریاوې په حقیقي توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار ننداره وه.
هغه زیته کړه چې که ایټمي مسئله حل شي نو توغندوي مسئله مطرح کیږي او که هغه نه وي نو د ډیموکراسۍ او بشري حقوقو مسئلې مطرح کیږي او هم دغه شان پلمې جوړول دوام لري.
اطلاعات د لبنان د حزب ا... د مشر حسن نصر ا... له خولې په یو بل سرټکي کښې لیکلي دي: لبنان ته د داخلیدو په بڼه کښې به اسرائیل د نړیوالو د سترګو په وړاندې نابود شي.
**
له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې په یو خبر کښې تهران ته د اوپیک د مشر د راتګ خبر راخیستی او په غټو ټکو یې لیکلي دي: د اوپېک مشر د امام خميني (رح) د لوړ مقام احترام وکړ
د اوپېک نائجېريائي مشر محمد سانوسي بارکينډو و ورسره مل پلاوي بېګا د امام خميني (رح) په پاک حرم کښې په حاضرېدو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ستر بنسټ اېښودونکي د لوړ مقام احترام وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د اوپېک مشر او ورسره پلاوي د امام خميني (رح) په مزار باندې د ګلدستې په اېښودلو سره د هغۀ ياد او خاطره ونمانځله.
د اوپېک مشر د حضرت امام خميني (رح) په پاک حرم کښې له حاضرېدو مخکې قم مقدس ښار ته لاړ او د دغه ښار د جُمعې په نمانځۀ کښې يې شرکت وکړ.
هغه په قم ښار کښې همدارنګ د خبرګانو د جرګې له مشر آيت ا... احمد جنتي سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبرګانو د جرګې مشر په دغه کتنه کښې د اوپېک مشر ته نصيحت وکړ چې د امام خميني (رح) له شخصيت سره له آشنائۍ سره سره د نړيوال استکبار په وړاندې دې د ايران له دريځونو دفاع وکړي.
آيت ا... جنتي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... سيد علي خامنه اي له شخصيت سره په آشنا کېدو هم تاکيد وکړ او وې ويل، دوي هم له دښمن سره په مقابله او استقامت کښې د امام خميني (رح) صالحه پېروکار دی.
د اوپېک مشر هم په دغه کتنه کښې آيت ا... جنتي ته په خطاب کښې وويل، تاسو د اسلامي امت لپاره د اميدوارۍ سېمبول يئ. او همدارنګ يې له هغه څخه د ځان او اوپېک لپاره د دعا غوښتنه وکړه.
کابل چاپ:
ګرانو دوستانو په کابل کښې د صلحې د مشورتې لوې جرګې په وجه کابو له لس ورځني ځنډ وروسته، نن په کابل کښې خبرپاڼې خپرې شوې دي چې مونږ له یو ویب سایټ نه ترلاسه کړې دي او له تاسو سره یې شریکوو.
هشت صبح خپلواکې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، له نېکه مرغه د سولې مشورتي لویه جرګه له کومې لویې امنیتي پېښې پرته ترسره شوه.
سرمقاله ليکونکی لیکي، دغه جرګه د ارګ د سیاسي مخالفانو له ګډون پرته جوړه شوې وه.
په سر مقاله کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او سیاسیونو مخالفت د جرګې د غړو پر سر اختلاف ښودل شوی او ویل شوي چې ښاغلی عبدالله او یو شمېر سیاسي څېرو غوښتل چې د سولې مشورتي جرګه د ملي شورا د درېيو دورو له غړو، د ولایتي شوراګانو له غړو او هغو کسانو جوړه وي چې د تېر کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یې ډېرې رأیې ګتلي، خو مجلس ته یې لاره نه ده پیدا کړې.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د افغانستان خلکو وښوده چې دوی سوله او امن غواړي او غوښتنې یې د جرګې په پرېکړه لیک کې څرګندې دي، نو که هره ډله غواړي چې د افغانستنان په سیاسي راتلونکې کې برخه ولري، باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او مشروع سیاست ته مخه کړي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې جرګه د چا په ګټه او د چا په تاوان وه؟
ورځپاڼې وړاندې دې پوښتنې ته ځواب ویلی او لیکلي، ښکاره ده چې د سولې د مشورتي لویې جرګې ټولې پرېکړې، غوښتنې او وړاندیزونه د عامو افغانانو تر څنګ د رښتینو سیاستوالو، حکومت او ان وسله والو طالبانو په ګټه وې، خو برعکس د هغو کسانو، ډلو او لوریو په زیان وه چې د افغانستان په جګړه کې خپل پایښت او په سوله کې زیان ویني.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په دغو کسانو او ډلو کې د ملت په پیسو غټ شوي قومي او سمتي سیاستوال، حکومتي چارواکي، د طالبانو هغه مشران چې بچیان یې په بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي او دوی هم له هېواده بهر ښه ژوند لري او د افغانستان له جګړې ښه عاید ترلاسه کوي، شامل دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سره مقاله کې د مشورتي لویې جرګې په اړه لیکلي دي.
ورځپاڼه لیکلي، د افغانستان د سیاسي کړیو له خوا په بشپړ ډول د جرګې تحریمول ساده خبره نه وه.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، دې ټکي نه یوازې دا چې په سیاسي اړخ کې یې جرګه له پوښتنې سره مخ کړه، بلکې د جرګې د سیاسي شعور کچه ورسره راټيټه شوه چې په څو ورځنیو بحثونو او د جرګې په پرېکړه لیک کې دا ستونزه له ورایه ښکاري.
ویسا دا هم لیکلي، حکومت چې له دې جرګې کوم اهداف درلودل، دا نه شو ویلای چې هېڅ یې تر لاسه نه کړل، خو ولس چې له جرګې کومه تمه درلوده، هغه په هېڅ صورت هم له داشان جرګو نه شي تر لاسه کېدای.
په سرمقاله کې راغلي، جرګه د سولې پر ځای له انزوا د ارګ د رایستلو یوه هڅه وه، او دغه هڅه تر یوه حده بریالۍ وه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*