اروپا باید خپل مسولیت ومنی
May 09, 2019 02:13 Asia/Kabul
-
دایران انتخاب له معتبرو لوبغاړو سره رغنده تعامل دی .
زمونږ خبریال وایی د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف په اټومی تړون کښې دتهران د ځینو اقداماتو درولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ اروپایی اتحادیه او درې(۳) اروپایی هیوادونه یعنی انګلستان ، جرمنی او فرانسه باید د اټومی موافقې د ساتلو لپاره مسولیت ومنی.
دایران خارجه وزیر جواد ظریف چې ماسکو ته تللی دی پرون وویل دایران انتخاب له معتبرو لوبغاړو سره رغنده تعامل دی .
ظریف د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره خپلې کتنې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل تهران او ماسکو د اټومی تړون د بیړنی حالت او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپا دناکامۍ او دامریکا د کړچار په زمینه کښې د لیدتوګو د پیوستون په هکله مشوره وکړه .
ټیګونه