امریکا دایران پرضد روانی جنګ ته دوام ورکړی
-
دامریکا ستراتيژۍ د ایران پرضد د رواني جنګ زیاتول دي .
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون مشر حشمت الله فلاحت پیشه نن د پارلمان د ښکاره غونډې په څنګ کښې له تهران سره د خبرو اترو لپاره د واشنګټن د چمتووالی په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره وویل
له امریکا سره خبرې خاص شرایط لری ، ایران له اسلامی انقلاب وروسته په اټومی زمینه کښې په جدی ډول له امریکا سره خبرې وکړې او له خبرو د واشنګټن په یواړخیزه ډول وتلو سره هیڅ نتیجه ترلاسه نشوه .
فلاحت پیشه وویل ایران په داسې خبرو کښې ګډون نه کوی چې نتیجه یې ګټونکی او بایلونکی ووسی په دې سربیره د ایران اسلامی جمهوریت د کړکیچ د زیاتولو نیت نلری او اعتماد لری چې په راتلونکی کښې به دامریکا دریځونه کمزوری شی .
هغه وویل دایران د اسلامی جمهوریت ستراتیژۍ دامریکا په وړاندې مقابله او دفاع کول دی په بل عبارت په تیرو کلونو کښې ایران له امریکا سره دښمنۍ معلومه کړی ده او په مقابل کښې یې دفاعی چمتووالی ته رسیدلی دی .
دایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون مشر فلاحت پیشه وویل په هغو سریزو سره چې امریکا رامینځته کړی دی د واشنګټن سیاست فعلا له ایران سره خبرې کول نه دی او که چیرې د خبرو اترو لپاره شرایط هم رامینځته شی امریکا باید له خپلو سیاستونو شاتګ وکړی .
هغه وویل دامریکا ستراتیژۍ د ایران پرضد د روانی جنګ زیاتول دی .