له جامعې ایټمی موافقې په وتلو کې امریکا تیروتی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82161-له_جامعې_ایټمی_موافقې_په_وتلو_کې_امریکا_تیروتی_ده
دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په ماسکوکې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره په ګډ خبری کنفرانس کې جوته کړې ده ،روسیه له امریکا سره دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د ایران په باب ډیر زیات اختلافات لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2019 02:06 Asia/Kabul
  • له جامعې ایټمی موافقې په وتلو کې امریکا تیروتی ده

دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په ماسکوکې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره په ګډ خبری کنفرانس کې جوته کړې ده ،روسیه له امریکا سره دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د ایران په باب ډیر زیات اختلافات لری .

زمونږ خبریال راپور راکړ مایک پمپئو په دغې  غونډې کې  البته  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دامریکا غیر قانونی وتنې  ته له اشارې پرته یو ځل بیا داسلامی ایران  په ضد خپل چټی اوتکراری تورونه او ادعاګانې مطرح کړې او په یولړچټی څرګندونو سره ئې ادعا کړې، امریکا په دې پسې  ده چې ایران د یوه نارمل  هیوادپه توګه عمل وکړی .

 د امریکا خارجه وزیر وئیلی،واشنګټن به دتهران دچلند تر بدلیدو پورې  د ایران په ضد ددباؤنو زیاتولو ته دوام ورکړی .

په عین حال کې داسلامی ایران خارجه وزیر محمدجواد ظریف په یولړ وروستیو څرګندونوکې روښانه کړې،دامریکا حکومت ددباؤنو په زیاتولو سره  په سمیې کې دخپلو ناکامیو دپټولو لپاره لاس پښې خوځوی خو پخپلو تیریګرو اوغیر قانونی اقداماتو کې به هیڅکله هم بریالی نشی  اوباید دوی دې پوه شی،چې ایرانیان هیڅکله هم د امریکادباؤنو ته نه تسلیمیږی .