جنرل حاتمي: ايران امريکائي – صهيونېسټي محاذ ته ماتې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82176-جنرل_حاتمي_ايران_امريکائي_صهيونېسټي_محاذ_ته_ماتې_ورکوي
د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران ملت په پوره آمادګۍ سره د امريکائي – صهيونېسټي محاذ ته ماتې ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2019 12:16 Asia/Kabul
  • جنرل حاتمي: ايران امريکائي – صهيونېسټي محاذ ته ماتې ورکوي

د ايران د دفاع وزير وويل: د ايران ملت په پوره آمادګۍ سره د امريکائي – صهيونېسټي محاذ ته ماتې ورکوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې جنرل امير حاتمي د دې په بيانولو سره چې اسلامي جمهوريت له هر ډول ګواښ او د دښمنانو له زياتې غوښتنې سره د مقابلې لپاره د دفاعي او فوځي آمادګيو په دېر اوچت مقام کښې شتون لري زياته کړه، دغه چمتووالے د ايران د وسله والو ځواکونو د بائيکاټ په ډېرو سختو  حالاتو کښې ترلاسه شوےدے.

جنرل حاتمي د ايران له اسلامي جمهوريت سره په مخامخېدنه کښې د دښمنانو ګڼ شمېر ماتو ته په اشارې سره وويل،  په سيمه او په تېره بيا په عراق او سوريې کښې د وروستي ترهه ګر- تکفيري بهير ماتې د امريکې او د هغې د ترهه ګرو ملاتړو هېوادونو حېثيت او اعتبار ته درون ګوزار ورکړ.

د ايران د دفاع وزير همدارنګ د دې په بيانولو سره چې ايران به له بائيکاټونو څخه رامنځته شويو دباونو او نتنګسو څخه تېر شي واضحه کړه، امريکايانو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له هيڅ دسيسې،سازش او فتنې څخه ډډه نه ده کړې يو ځل به بيا په خپلو سپېرو اهدافو کښې په رسېدو کښې ناکامه پاتې شي.