دایران خارجه وزیر جاپان ته رسیدلی دی
May 15, 2019 23:53 Asia/Kabul
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ ډیر تاوتریخوالي رامینځته کونکي او غیر قانوني اقدامات ترسره کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف نن سهار وختی د جاپان پلازمینې ټوکیو ته درسیدا په وخت وویل دامریکا د تاوتریخوالی زیاتونکو اقداماتو په باره کښې د مشورې لپاره جاپان ته ورغلی یم .
هغه وویل دامریکا لخوا د وروستیو تاوتریخوالو زیاتولو ته په پام سره ضرورت شته چې د ایران داسلامی جمهوریت له مهمو شرکاو سره خبرې اترې وشی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف به نن د جاپان له یوشمیر چارواکو سره کتنې او خبرې اترې وکړی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ له تیرو څو میاشتو راهسې د ایران له اټومی موافقې دوتلو په شمول ډیر تاوتریخوالی رامینځته کونکی او غیر قانونی اقدامات ترسره کړی دی
ټیګونه