ظريف: ايران له امريکې سره خبرو اترو ته هيڅ دلچسپي نۀ لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82211-ظريف_ايران_له_امريکې_سره_خبرو_اترو_ته_هيڅ_دلچسپي_نۀ_لري
د ايران د بهرنيو چارو وزير د جاپان له کيوډو خبري آژانس سره په مرکه کښې وويل: ايران له برجامه د امريکې له وتلو او په تهران د اقتصادي بنديزونو له لګولو وروسته د برجام د اېټمي موافقې په اړه له واشنګټن سره بيا خبرو اترو ته څه دلچسپي نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2019 07:26 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران له امريکې سره خبرو اترو ته هيڅ دلچسپي نۀ لري

د ايران د بهرنيو چارو وزير د جاپان له کيوډو خبري آژانس سره په مرکه کښې وويل: ايران له برجامه د امريکې له وتلو او په تهران د اقتصادي بنديزونو له لګولو وروسته د برجام د اېټمي موافقې په اړه له واشنګټن سره بيا خبرو اترو ته څه دلچسپي نه لري.

د جاپان کيوډو خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په ټوکيو کښې له دغه خبري آژانس سره په مرکه کښې د تهران په خلاف په بنديزونو باندې د پابندۍ لپاره په نورو هېوادونو د امريکې دباونو ته په اشارې سره وويل: په تاريخ په اول ځل دي چې يوبدمعاش نور هېوادونه له خپلو تخريبي اقداماتو څخه پېروۍ ته نور هېوادونه پابند کوي او دا هم هغه څيز دے چې په ساده الفاظو کښې ورته « اقتصادي ترهه ګري» ويل کيږي.

هغه همدارنګ په دغه مرکه کښې په خپلو ژمنو د عمل نه کولو په وجه  د برجام اېټمي موافقې  په اروپائي لورو او د ايران د پابندۍ باوجود د تهران په بائيکاټولو کښې له امريکې سره د ملګرتيا په وجه په جاپان نيوکه وکړه.

د ايران خارجه وزير همدارنګ د دې په بيانولو سره چې په اوسنيو حالاتو کښې د ايراني او امريکائي بنديانو د مبادلې امکان نشته زياته کړه امريکې د دې موضوع  لپاره يو لړ نامعلوم  وړاندې شرطونه ټاکلي دي، په داسې حال کښې چې واشنګټن په داسې حالاتو کښې نه دے چې د تهران لپاره وړاندې شرط وټاکي.

محمد جواد ظريف ترکمنستان او هندوستان ته له سفره وروسته پرون د خپل جاپاني هم منصب تارو کونو په بلنه ټوکيو ته لاړ او د جاپان له خارجه وزير سره له کتنې نه علاوه د دغه هېواد له وزير اعظم شينزو آبه  سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.

د ايران خارجه وزير څو اېشيائي هېوادونو ته د خپلو سفرونو په دوام کښې نن چين ته لاړ.