د امريکې په وړاندې د متمدنې نړۍ د ټينګ اودرېدنې ضرورت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82213-د_امريکې_په_وړاندې_د_متمدنې_نړۍ_د_ټينګ_اودرېدنې_ضرورت
د ايران خارجه وزير جاپان ته د سفر په دوران کښې له جاپاني چارواکو سره د برجام اېټمي موافقې او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې د مخرب سياست په اړه خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2019 09:13 Asia/Kabul
  • د امريکې په وړاندې د متمدنې نړۍ د ټينګ اودرېدنې ضرورت

د ايران خارجه وزير جاپان ته د سفر په دوران کښې له جاپاني چارواکو سره د برجام اېټمي موافقې او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې د مخرب سياست په اړه خبرې اترې وکړې.

محمد جواد ظريف پرون له جاپاني چارواکو سره له صلاح مشورو وروسته د دغه هېواد له رسنيو سره په خبرو کښې وويل، متمدنه نړۍ پکار دي د هغو کسانو په خلاف چې د قانون خيال ساتي او د ملګرو ملتود امنيت د شورا پرېکړليک اجرا کوي د امريکي رژيم د بدمعاشۍ په وړاندې ټينګه اودريږي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير له دې وروسته چې له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو په يوه کلنۍ کښې  د دغه هېواد مخرب تحرکات زيات شول د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي لپاره له مهمو هېوادونو سره خبرې اترې  په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي. البته دا سياست د ايران په ملي ګټو د سترګو پټولو په معنا نه دي او تهران په يو وخت د ډېپلومېسۍ مهم کردار ته په ترجيح ورکولو سره په قوت سره له خپلو ګټو او مصلحتونو څخه دفاع کړې ده.

ايران تل د اېشيا په لويديځه سټراټيجکې سيمه کښې د تاوتريخوالي مخالف دے او د برجام اېټمي موافقې په چوکاټ کښې د ايران نوي اقدامات او اېشيائي هېوادونو ته د ظريف سفر په نړيوال ډګر کښې د يو ذمه واري قبلونکي هېواد په توګه د ايران د رغانده پالېسۍ ښودنه کوي.

د مهمو مسائلو د هواري او نړيوالو قوانينو او ملګرو ملتود منشور د احترام لپاره رغانده خبرې اترې او غږملتيا، د بهرني سياست په ډګر کښې د ايران اصولي سياست دے.د برجام نړيوالې موافقې په وړاندې د امريکې د مخربواقداماتو په اوج کښې د برجامي ژمنو په اجرا کښې د ايران ذمه واري قبلونه په نړيوال ډګر کښې د ايران د رغانده کردار ښودنه کوي.

د ايران په ملت باندې د دباونو سختول د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د لا زيات تاوتريخوالي پېدا کولو په لور حرکت او له ايران سره د ملګرتيا په صورت کښې د نورو هېوادونوګواښل او سزا کول  د امريکې د بدمعاشۍ د چلند يوازې څو نښې دي چې دغه چلندونه د نړيوالې صلحې او امنيت لپاره يوه خطر دے.

سپينې ماڼۍ ته د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ننوتلو سره د قوانينو او نړيوالو موافقه ليکونو او د څواړخيز پالنې نظم له جدي خطر سره مخامخ شوے په داسې حالاتو کښې د امريکې د دغه چلند په مقابل کښې ټينګ اودرېدنه يوه مهمه او ضروري چاره ده.

د ايران په وړاندې د ټرمپ د حکومت چلند يوازې سياسي دے او هغه اقدامات چې امريکې له برجامه له وتلو وروسته په تېر يو کال کښې غوره کړي دي د دې ښودنه کوي چې په همدې چوکاټ کښې د امريکې په پارلېمان کښې استخباراتو، خارجه وزارت او وسله والوځواکونو د درې واړو کمېټيو مشرانود دغه هېواد خارجه وزير مائک پومپئوته په يو ليک کښې د ايران په باره کښې د اطلاعاتي معلوماتو د سياسي کولو او ترې ناوړه استفاده کولو په باهر کښې اندېښنه څرګنده کړه. په دغه ګډ ليک کښې راغلي  دي: د امريکې خارجه وزارت د ايران به باره کښې اکثر اطلاعاعي معلومات سياسي کوي.

د امريکې دوو سېنټرانو بېرني سېنډر او کريس وان هولن هم ډونالډ ټرمپ ته په يو پېغام کښې وويل، د ايران په باره کښې د امريکې چلند به اپوټه نتيجه ورکړي. د امريکې ډېموکرېټ سېنټر ټيم کېن هم وويل، مونږ باور لرو چې له ايران سره جنګ ته وردانګل به حماقت وي.

دغه مخالف غږونه ښودنه کوي چې د امريکې په داخل کښې هم د دغه هېواد عاقلان کسان د ټرمپ د حکومت او د هغه د ټيم په مخربو چلندونو پوه شوي دي. د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې نوي تحرکات هم د غلطو اطلاعاتي معلوماتو په بنياد دي او د امريکائي رسنيو د وېنا له مخې په سيمه کښې د ايران ځاے پرځاے والے يوازې دفاعي دے.

په همدې زمينه کښې وال سټريټ جورنل نشريې د ټرمپ په حکومت کښې د څو چارواکو په نقل سره وليکل، د ايران په باره کښې نوي اطلاعات ښودنه کوي چې امريکايان د تهران د چلند په تفسيرولو کښې تېروتلي دي او هغه اقدامات چې د ايران لخوا د ګواښ په توګه پېژندل شوي دي دفاعي ماهيت يې لرلے دے.

د ډېپلومېسۍ رول او نړيوالو قوانينو ته ترجيج ورکول، د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې د اوسنيو واکدارانو او د دغه هېواد د څو ملاتړو د تحرکاتو په باره کښې بېدارونه او د امريکې د مخربو چلندونو په وړاندې د څرګندې او پرېکنده دريځ نيونې لپاره د نورو هېوادونو قانع کول د هند، جاپان او چين په شمول د اېشيا مهمو هېوادونو ته د ايران د خارجه وزير د سفرونو مقصد دے.

----------