ایران او چین د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82221-ایران_او_چین_د_ملګرتیاؤ_په_پراختیا_ټینګار_لري
د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا په بیجنګ کښې ملاقات وکړ او د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2019 00:48 Asia/Kabul
  • ایران او چین د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار لري

د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا په بیجنګ کښې ملاقات وکړ او د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

د ایران او چین خارجه وزیرانو محمد جواد ظریف او وانګ يي د خبرو اترو په دوو پړاؤنو کښې د دواړو هیوادونو په تاریخي او سټراټیجکو اړیکو باندې په ټینګار سره، په سیاسي، اقتصادي، سوداګري، کلتوري، د انرجۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو د علاقې وړ برخو کښې یې د هغو په ژورتیا تاکید وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ایټمي موافقه د ډیپلماسۍ یوه مهمه بریا او د څواړخیز پالنې سمبول وباله او د هر ډول یواړخیز پالنې په ردولو سره یې د دغې مهمې نړیوالې لاسته راوړنې د ساتلو لپاره له ایران او نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا ته د چین د هوډ یادونه وکړه.

په فارس خلیج کښې د سیمه ایزو بدلونونو، د افریقې د شمال او د لاتینې امریکې د حالاتو په اړه د نظر تبادله، د ایران او چین د خارجه وزیرانو د خبرواترو نور چورلیزونه وو.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر چین ته له تګه مخکښې جاپان، ترکمنستان او هندوستان ته هم سفر کړی او د دغو هیوادونو له چارواکو سره یې ملاقاتونه کړي وو.

محمد جواد ظریف او ورسره ملګری پلاوی بیګا له بیجنګ څخه تهران ته راستانه شول.