ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۸-۰۲-۲۸
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82239-ايران_د_تېرې_اونۍ_په_هنداره_کښې_۱۳۹۸_۰۲_۲۸
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تېره هفته د هېواد د چارواکو په کتنه کښې د اقتصادي مسائلو او د ايران په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو په اړه يو لړ مهم مطالب وړاندې کړل. نو نننے مطلب په دې اړه په يوې شننې سره شروع کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2019 10:37 Asia/Kabul
  • ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۸-۰۲-۲۸

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تېره هفته د هېواد د چارواکو په کتنه کښې د اقتصادي مسائلو او د ايران په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو په اړه يو لړ مهم مطالب وړاندې کړل. نو نننے مطلب په دې اړه په يوې شننې سره شروع کوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د تېرې نهې د ورځې په مازيګر د محاسباتو د بدلون او د چارواکو د تسلمېدو او همدارنګ له نظام څخه د خلقو د لرې کېدو لپاره د امريکې د خبيثانه اقداماتو په بيانولو سره تاکيد وکړ:

له دښمن سره په مخامخېدو کښې یوازې دوه لارې شته یا زمونږ شاتګ او د دښمن پرمختګ او یا مقاومت  او د  ایران په اسلامی جمهوریت کښې زمونږ تجربه د دې ښودنه کوي هر ځاے مو چې د دښمن په مقابل کښې مقاومت کړے دے نو نتیجې ته رسیدلي یوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل: د امريکې اوسنے حکومت د دغه هېواد له بل هر حکومت نه زياته له اسلامي نظام سره له څرګندې دښمنۍ نه علاوه د صهيونېسټ رژيم د ګټو په خدمت کښې دے او په نورو الفاظو سره د امريکې زياتره سياستونه د صهيونېسټانو په لاسو کښې دي.

دوي له خبرو اترو او په خاصه توګه د ايران د توغنده اي توان په بحث کښې له خبرو اترو څخه د امريکې اهدافو او غوښتنو ته په اشارې سره واضحه کړه، د دې ټکي حقيقي معنا دا ده چې تاسو پکار دي د خپلو توغنديو فاصله او پکښې دقت کم کړئ چې که يوه ورځ مو درباندې حمله وکړه چې جواب يې ورنکړې شئ. جوته ده چې په ايران کښې څوک دا خبره نه مني. د دغو حقائقوپه بنياد له امريکې سره او حتي يوداسې کس سره چې سم سړے وي د خبرو اترو اصل غلط دے او له هغوي سره خبرې چې د اخلاقو، نړيوال قانون او عرف په شمول په هيڅ څيز پابند نه دي مسخره او ټوقې دي او په مطلقه توګه څه معنا نه لري.

د ايران ولس د مشکلاتو حل لاره نه له امريکې سره په خبرو اترو کښې او نه په برجام اېټمي موافقه کښې د اروپا په نه عملي شويو وعدو کښې بولي بلکه د هېواد په کورنيو توانمنيو او داخلي ظرفيتونو باندې په تکيې کولو کښې ګڼي.

د ټولنې په ذهن کښې د اضطراب، نااميدۍ، مايوسۍ او د اقتصادي مشکلاتوپه هواري کښې د بندون احساس رامنځته کول د لويديځ د نفسياتي او تبليغاتي جنګ له مقاصدو څخه دي، خو ايران د دسيسو په مقابل کښې په پوره قوتسره ټينګ ولاړ دے او له دښمن سره په مخامخېدنه د ايران د ملت قطعي انتخاب په ټولو زمينو کښې له دښمن سره مقابله او مقاومت دے.

په دې کښې شک نشته چې د امريکې پلاننګ او محاسبه د تېرو څلوېښتو کلونو د محاسباتو په شان غلطه ده او څه نتيجې ته به هم ونه رسي. هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم  رهبر واضحه کړه، د جنګ څه خبره نشته او وبه هم نه شي، ځکه چې مونږ له بتداء څخه هيڅکله د جنګ په تکل کښې نه يوو او هغوي هم پوهيږي چې جنګ يې په ګټه نه دے.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په دې اړه چې په ايران کښې زمونږ  سياستونه د بدلون سبب شوي دي د امريکې د ولسمشر په شمول د دغه هېواد د اوسنيو چارواکو جنجال او ادعا ته په اشارې سره وفرمايل: هو، په ايران کښې بدلون راغلے دے خو دغه بدلون په دې صورت دے چې له امريکې نه د خلقو نفرت لس برابره شوے دے.

دوي د اسلامي جمهوريت ګټو ته نه لاس رسائي، د ځوانانو د همت زياتېدل او فوځي او امنيتي ځواکونو د چمتووالي زياتېدل په ايران کښې ځينې نور بدلونونه وبلل او تاکيد يې وکړ: د امريکائي چارواکو وېنا له حقائقو څخه د هغوي د لرې والي او د اشتباه او غلطو محاسباتو د اندازې ښودنه کوي.

د ايران خارجه وزير د هند له آئي اين آئي خبري آژانس سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې ايران تل له ځانه دفاع کړې ده وويل، امريکې په غېر ضروري توګه تاوتريخوالي زيات کړي دي. ايران تاوتريخوالے نه غواړي خو له ځان څخه دفاع لپاره تل چمتو دے.

د ايران د دفاع وزير جنرل امير حاتمي هم د دې په بيانولو سره چې اسلامي جمهوريت د دښمنانو له هر ډول ګواښ او زيات غوښتنې سره د مقابلې لپاره د دفاعي- فوځي چمتووالي په ډېره لوړه درجه کښې شتون لري، تاکيد وکړ: دغه چمتووالے د ايران د وسله والو ځواکونو د بائيکاټ په ډېرو سختو حالاتو کښې ترلاسه شوےدے.

جنرل حاتمي د ايران له اسلامي جمهوريت سره په مخامخېدنه کښې د دښمنانو ګڼ شمېر ماتو ته په اشارې سره وويل، په سيمه او په تېره بيا په عراق او سوريې کښې د وروستي ترهه ګر- تکفيري بهير ماتې د امريکې او د هغې د ترهه ګرو ملاتړو هېوادونو حېثيت او اعتبار ته درون ګوزار ورکړ.

د ټرمپ لفاظي او د ايران په خلاف د امريکائي چارواکو مخ په زياتېدو ګواښونه دا پوښتنه په ذهن کښې راپېدا کوي چې آيا امريکې د سيمې او په تېره بيا د ايران لپاره يوه نوې سناريو پلان کړې ده؟

ځينوشناندو سيمې ته د امريکې د جنګي بېړۍ له لېږلو سره په ارتباط کښې د ايران په خلاف د بولټون څرګندونې مېنځ تشے ګواښ بللےاو ويلي يې دي چې دغه څرګندونې د ايرانيانو د ويرولولپاره بيان شوې دي.

د نوي امريکائي امنيتي مرکز د تفکر په برخه کښې د مينځني ختيځ د امنيت د څانګې مدير ايلن ګلډنبرګ په دې اړه په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: « د بولټون اور لګونکي ادبيات غېر معمولي او تحريکونکي دي البته زما ګمان دا دے چې دا موضوع  په ايرانيانو د رعب اچولو په خاطر د کوشش أپاره يو فرصت دے ، له دې نه زيات څه نه دي.»

تېره هفته د امريکې د کيشتۍ چلونې ادارې د ايران د ويرونې ډول يوې بيانيه کښې د ايران اود هغه د انډيوالانو د تحرکات په وجه د ادعائي ګواښونو په باره کښې د دغه هېواد تجارتي او بار اوړونکو کيشتيو ته خبردارے ورکړ او ادعا يې وکړه چې کېدې شي ايران او انډيوالان يې په بحيره احمر،  باب المندب يا فارس خليج کښې د امريکې پع تېل اوړونکو يا فوځي کيشتيو حمله وکړي.

له دې بيانيې سمدستي وروسته د اماراتو په فجيره بندر کښې په څو تېل اوړونکو کيشتيو کښې د چاودنو ډرامه رامنځته شوه.

د مينځني ختيځ د مسائلو کارپېژاندے حسن هاني زاده د هغې پېښې په اړه چې د اماراتو په فجيره بندر کښې د څلورو تجارتي کيشتيولپاره رامنځته شوه وائي: « دغه پېښه چې د متحده عرب په يو امارات کښې رامنځته شوه د دې ښودنه کوي چې د ايران په خلاف د اجماع جوړولو او په دغه هېواد باندې د سياسي دباونو د زياتولو لپارهاليووډي ډرامه روانه ده. دغه چاودنې په زيات احتمال د سي آئي اے او موساد لخوا پلان شوے او د اجرا ماموريت يې د اماراتواوسعودي دوو هېوادونو په غاړه کړے شوے دے.

د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي د دې په بيانولو سره چې د څلورو تجارتي کيشتيو لپاره د پېښې رامنځته کېدل اندېښمنونکي او افسوسناک دي د ايران رسمي دريځ داسې بيان کړ:«دا ډول پېښې په سيمه کښې د کيشتيو په سلامتيا او دسمندري تګ راتګ په امنيت منفي اثر کوي او ايران د دغې پېښې د دقيقو اړخونو د څرګندېدو غوښتونکےدے.»

موسوي همدارنګ يادونه وکړه چې دا ډول پېښې په سيمه کښې د ثبات او ارامښت د ګډوډولو لپاره د بدغوښتونکو لخوا يوه دسيسه کېدې شي او بهرنيوعواملولخوا د هر ډول ماجرا لټونې په اړه د سيمې د هېوادوو د بېدرۍ غوښتونکے شو.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف تېره هفته څو مهم بهرني سفرونه لرل. دغه سفرونه له ترکمنستان څخه په کتنې سره شروع شول او هند، جاپان او چين ته په سفر سره يې دوام وموند.

ظريف ترکمنستان ته په خپل سفر کښې د ترکمستان له ولسمشر قربان قلی بردی محمد اف او خارجه وزير رشيد مردوف سره په خپلو کتنو د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، په دغو کتنو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو او سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په باره کښې خبرې اترې اوشوې او دواړوهېوادونوموافقه وکړه چې د ټرانسپورټ، انرجۍ، ټرانزېټ، تجارت او له نشه ايزو موادو سره د مبارزې په شمول په ټولو زمينو کښې د دوه اړخيزې ملګرتياوې زياتې کړي.

نوي ډيلي ته د ايران د خارجه وزير سفر هم په ټولو زمينو کښې د تعلقاتو په زياتولو باندې په تاکيد سره ترسره شو.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د هند له خارجه وزيرې مېرمن سوشما سواراج سره د ناستې په آخر کښې وويل: په دغه کتنه کښې هند خارجه وزيرې د برجام په اهميت او د دغې موافقې له ګټو څخه د ايران برخورۍ په ضرورت تاکيد وکړ او ايران هم اعلان وکړ چې په اېټمي موضوع کښې وروستي اقدامات د برجام په چوکاټ کښې دي.

د انرجۍ، د چابهار بندر، د افغانستان د بدلونونو او دوه اړخيزو تعلقاتو په اړه بحثونه په هند کښې د ظريف د خبرو اترو ځينې نورې موضوع ګانې وې. ايران او هندله اولس ميليارډ ډالرو زيات تجارتي مبادلات لري.

د ايران خارجه وزير د دغه سفر په دوام کښې بيا ټوکيوته لاړ.

د جاپان وزيراعظم شينزو آبه هم له ظريف سره په کتنه کښې له ايران سره د پخوانيوتعلقاتو په ساتنه او پراختيا لپاره د خپل هېواد په کلکې ارادې تاکيد وکړ او وې ويل، برجام يوه مهمه لاسته راوړنه ده چې پکار دي د دغه نړيوالې موافقې د ساتنې لپاره کوشش وشي.

شينزو آبه همدارنګ په مينځني ختيځ سيمه کښې د تاوتريخوالو له زياتېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره د سيمې د ثبات او امنيت په ساتنه کښې د ايران په رول او مقام باندې تاکيد وکړ.

ظريف له جاپانه وروسته چين ته لاړ او په بيجنګ کښې يې هم د دغه هېواد له چارواکو سره د سيمې د بدلونونو او دوو اړخيزو تعلقاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د چين خارجه وزير وانګ يي له محمد جواد ظريف سره د خبرو اترو په دوو پړاونو کښې د دواړو هېوادونو په تاريخي او سټراټيجکو تعلقاتو او په سياسي، اقتصادي، تجارتي، کلتوري ، انرجۍ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په برخو او د دلچسپۍ وړ نورو زمينو کښې د هغو په پراختيا او ژورتيا باندې په تاکيد سره برجام اېټمي موافقه د دېپلومېسۍ يوه مهمه لاسته راوړنه او د څواړخيز پالنې يو سېمبول وبلۀ. وانګ يي د هر ډول يواړخيز پالنې په ردولو سره د دغې مهمې نړيوالې لاسته راوړنې د ساتنې لپاره له ايران او نړيوالې ټولنې سهر دملګرتيا لپاره د چين د کلکې ارادې يادونه وکړه.

د امريکې مقصد په سيمه ايزه او نړيواله سطح کښې د ايران د ګوښه کول او له اقتصادي بحران سره د ايران ښکېلول دي. د امريکې چارواکي که څه هم په متواتره توګه د دغې دښمنۍ په جاري ساتلو تاکيد کوي خو ښه پوهيږي چې دغو حرکتونو اوګواښونوله مخکښې نه ماتې خوړلې ده.

------------