ظريف د څلورو اېشيائي هېوادونو له سفره راستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82244-ظريف_د_څلورو_اېشيائي_هېوادونو_له_سفره_راستون_شو
د ايران خارجه وزير ترکمنستان، هند، جاپان او چين څلورو هېوادونوته له سفر او د دغو هېوادونو له چارواکو سره له خبرواترو او صلاح مشورو وروسته تهران ته راستون شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2019 00:22 Asia/Kabul
  • ظريف د څلورو اېشيائي هېوادونو له سفره راستون شو

د ايران خارجه وزير ترکمنستان، هند، جاپان او چين څلورو هېوادونوته له سفر او د دغو هېوادونو له چارواکو سره له خبرواترو او صلاح مشورو وروسته تهران ته راستون شو.

محمد جواد ظريف د مۍ په دولسمه خپل پړاويز سفر له ترکمستانه شروع کړ او بيا هند، جاپان او چين ته لاړ.

د برجام اېټمي موافقې وروستي بدلونونه، د امريکې د حکومت له بدقولۍ او قانون ماتونې سره د مقابلې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت قانوني اقدام او د برجام په اجرا کښې د اروپايانو د اقدام نه قبلېدنه د ترکمنستان، هند، جاپان او چين له چارواکو سره د ظريف د خبرو اترو اصلي موضوع ګانې وې.

د دوو اړخيزو تعلقاتو د مختلفو اړخونو او د سيمه ايزو او نړيوالو ډېرو مهمو مسائلو جاجونه په دغو ليدنو کتنو کښې د خبرو اترو ځينې نورې موضوع ګانې وې.