له ایران سره په ډغرې کې امریکا منزوي شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82306-له_ایران_سره_په_ډغرې_کې_امریکا_منزوي_شوې_ده
په داسې حال کې چې د امریکا پخواني حکومت چارواکو اعتراف کړی،د اوباما په وخت کې دبندیزونو پړاؤ دایران دایټمي پروګرام دپرمختګ لامل شوی ، جیمز کلاپر ادعا کړې ،تهران دبندیزونو په دلیل په ایټمي خبرواترو کې حاضر شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2019 11:19 Asia/Kabul
  • له ایران سره په ډغرې کې امریکا منزوي شوې ده

په داسې حال کې چې د امریکا پخواني حکومت چارواکو اعتراف کړی،د اوباما په وخت کې دبندیزونو پړاؤ دایران دایټمي پروګرام دپرمختګ لامل شوی ، جیمز کلاپر ادعا کړې ،تهران دبندیزونو په دلیل په ایټمي خبرواترو کې حاضر شوی دی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ   د امریکا د ملی اطلاعاتو د ادارې پخواني مدیر جیمز کلاپر  له بی بی سي ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  وئيلي دي دم ګړۍ  دایران په باب امریکا په دنیا کې منزوي شوې ده . 

جیمز کلاپر  چې  دایران او ۵+۱ډلې  د ایټمي خبرواترو  په وخت او دامریکا په پخواني حکومت کې  یو اطلاعاتي لوړپوړی چارواکی ؤ،وئيلي دي ،فکر نه کوم ،امریکاپه اوسني وخت کې  د خبرواترو میز ته دایران د اړایستلو لپاره د باراک اوباما د وخت  په څير ائيتلاف  جوړ کړ ائ شي .

 په داسې حال کې چې  د امریکا پخواني حکومت چارواکو اعتراف کړی،د اوباما په وخت کې  دبندیزونو پړاؤ دایران دایټمي پروګرام دپرمختګ لامل شوی ، جیمز کلاپر  ادعا کړې ،تهران  دبندیزونو په دلیل  په ایټمي خبرواترو کې حاضر شوی دی .

 هغه وئيلي  دم ګړۍ  مونږ  یو ډول  په انزوا کې یوو او فکر کوم ، ممکنه ده نور  دوست هیوادونه  حتی له امریکا پرته  د جامعې ایټمي موافقې دساتلو لپاره  پر لارو چارو خبرې اترې کوي .