له ایران سره په ډغرې کې امریکا منزوي شوې ده
په داسې حال کې چې د امریکا پخواني حکومت چارواکو اعتراف کړی،د اوباما په وخت کې دبندیزونو پړاؤ دایران دایټمي پروګرام دپرمختګ لامل شوی ، جیمز کلاپر ادعا کړې ،تهران دبندیزونو په دلیل په ایټمي خبرواترو کې حاضر شوی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د امریکا د ملی اطلاعاتو د ادارې پخواني مدیر جیمز کلاپر له بی بی سي ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئيلي دي دم ګړۍ دایران په باب امریکا په دنیا کې منزوي شوې ده .
جیمز کلاپر چې دایران او ۵+۱ډلې د ایټمي خبرواترو په وخت او دامریکا په پخواني حکومت کې یو اطلاعاتي لوړپوړی چارواکی ؤ،وئيلي دي ،فکر نه کوم ،امریکاپه اوسني وخت کې د خبرواترو میز ته دایران د اړایستلو لپاره د باراک اوباما د وخت په څير ائيتلاف جوړ کړ ائ شي .
په داسې حال کې چې د امریکا پخواني حکومت چارواکو اعتراف کړی،د اوباما په وخت کې دبندیزونو پړاؤ دایران دایټمي پروګرام دپرمختګ لامل شوی ، جیمز کلاپر ادعا کړې ،تهران دبندیزونو په دلیل په ایټمي خبرواترو کې حاضر شوی دی .
هغه وئيلي دم ګړۍ مونږ یو ډول په انزوا کې یوو او فکر کوم ، ممکنه ده نور دوست هیوادونه حتی له امریکا پرته د جامعې ایټمي موافقې دساتلو لپاره پر لارو چارو خبرې اترې کوي .