ایران د اسلامي ملګرتیا سازمان په توکمپالې کړنلارې نیوکه وکړه
د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د اسلامي ملګرتیا سازمان له توپیره په ډک کړچار باندې په نیوکې سره، د کږلاریو او دسیسو په وړاندې د هوښیارۍ په ضرورت ټینګار وکړ.
غلام حسین دهقاني بیګا په ایران کښې د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره په یوه غونډه کښې، په عربستان کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د سرمشریزې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: د اسلامي ملګرتیا سازمان باید د اسلامي امت د پیوستون او یووالي د لوړولو ځاې وي نه دا چې د پردیو د نفوذ په اعمالولو سره د تفرقې او دښمنۍ لپاره په یو ځاې بدل شي.
دهقاني د فلسطین مسئله د اسلامي ملګرتیا سازمان اصلي او لوړ وړومبیتوب او هدف وباله او د اسلامي نړۍ او لویدیځې آسیا روان حالت په تیره بیا د اسلامي هیوادونو ترمینځ د درز او اختلاف رامینځته کولو لپاره د امریکې او صهیونسټي رژیم پلانونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ: د فلسطین له مسئلې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو د پام اړولو لپاره هر اقدام د صهیونیسټي رژيم او امریکې خدمت دی.
د ایران د خارجه وزیر حقوقي او نړیوال مرستیال هم داشان په دې وروستیو کلونو کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د دارالانشاء ایراني ضده او له توپیره ډکو کړچارونو ته په اشارې سره، دغه کړنلاره زیان راوړونکې او په نړیوالو سازمانونو باندې د واکمنو اصولو خلاف وبلله.