په ایران کښې د ترهګرې ډلې درې اصلي غړي ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82535-په_ایران_کښې_د_ترهګرې_ډلې_درې_اصلي_غړي_ونیوی_شول
د ایران په لویدیځ کښې د کردستان ولایت د پولیسو قومندان د هغې ترهګرې ډلګۍ د دریو مهمو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې د قدس د ورځې په لاریون باندې د حملې نیت یې درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2019 01:15 Asia/Kabul
  • په ایران کښې د ترهګرې ډلې درې اصلي غړي ونیوی شول

د ایران په لویدیځ کښې د کردستان ولایت د پولیسو قومندان د هغې ترهګرې ډلګۍ د دریو مهمو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې د قدس د ورځې په لاریون باندې د حملې نیت یې درلود.

سردار علي آزادي په سنندج کښې د فارس خبري آژانس خبریال ته وویل: د یوې ترهګرې او د استکبار او صهیونیسټي رژیم د تالي څټې ترهګرې ډلګۍ په هکله د رپورټ له ترلاسه کولو وروسته چې د قدس د ورځې په لاریون کښې یې د ورانکارو او ترهګرو اقداماتو د ترسره کولو نیت درلود، پولیس سمدسي لاس په کار شول، اطلاعاتي اقدامات ترسره شول او په یولړ حیرانونکو اقداماتو کښې یې د دغې ترهګرې ډلګۍ درې غړي، مخکښې له دې چې کوم اقدام وکړي، ونیول.

د کردستان د پولسو مشر زیاته کړه چې له دغو ترهګرو درې میله وسلې، ۱۳ جاجرې او ۳۹۰ جنګي ګولۍ هم نیول شوې دي.