دبایکاټونودختمولوهڅه ایران ته د جاپان دلومړی وزیردسفرد بریالیتوب ضمانت دی
د جاپان د حکومت د اعلان په اساس د دغه هیواد لومړې وزیر به د جون په ۱۲ نیټه د اسلامی ایران له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره تهران ته سفر وکړی .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا ویندوی ایټمی موافقې ته د امریکا د ستنیدا لپاره هڅه ، د تاوانونو جبرانول او د ایران ضد بایکاټونو ختمول تهران ته د جاپان د لومړی وزیر د سفر د بریالیتوب لپاره ضروری ضمانتونه وبلل .
کیوان خسروی د دې خبرې په کولو سره چی په سیاسی او اقتصادی اړخونو کې د ایران او جاپان اړیکی تل باثباته او انډول بهیر درلودلی ، زیاته کړه تهران ته د شینزو ابه سفر په پریکنده توګه په بیلا بیلو اړخونو کې د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په حوزه کی مهمه پیښه ده .
د جاپان د حکومت د اعلان په اساس د دغه هیواد لومړې وزیر به د جون په ۱۲ نیټه د اسلامی ایران له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره تهران ته سفر وکړی .