اروپا په هغه ځاي کې نه ده چې په ایران نیوکې وکړی
ټاکل شوې ده د چاپان لومړی وزیر شینزو آبه د جون په دولسمه نیټه داسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو لپاره تهران ته په سفر راشی .همداراز د جرمنی خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،د دغه هیواد خارجه وزیر هایکو ماس هم د دوشنبې په ورځې تهران ته په سفر ځی څو له لوړپوړو ایرانیو چارواکو سره په دوواړخیزو او سیمه ایز واونړیوالو بدلونونو وغږیږی .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن په یولړ دستورو کې د دې خبرې په کولو سره چې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې اقدام مهم نه دی ، بلکې نتیجه ئې مهمه ده ، زیاته کړې ، هغه دنده چې اروپایان او په دغې نړ یوالې ایټمی موافقې کې ئې نور لوری لری ، دا ده چې دایران داقتصادی اړیکو شرائط عادی شی.
داسلامی ایران خارجه وزیر اروپایانو ته د ایران دشپیتۀ ورځنی الټی میټم ته په اشارې سره روښانه کړې ، که اروپایانو ته دایران ورکړل شوی شپیت و ورځنی مهلت کې دوی خپلې ژمنې اجرائی نه کړی ، نو ایران به نور اقدامات هم وکړی .
د ایران خارجه وزیر همداراز په لویدیځی آسیا سیمې کې د لویدیځی هیوادونو په لاسوهنو په سختو نیوکو سره ووئیل ، د لویدیځی هیوادونو سیاستونه په لویدیځی آسیا سیمې کې له تاوانونو اوویجاړونو پرته بل هیڅ بریا نه ده درلودلې . جواد ظریف تهران ته د بهرنیو چارواکو نزدې کیدونکی سفر ته په اشارې سره هم ووئیل ، تهران ته د جاپان د لومړی وزیر او د جرمنی د خارجه وزیر سفر او همداراز بیشکک او دوشنبې ته د اسلامی ایران د ولسمشر سفر ،دخپلو سیاستونو دبیانولو، د خپل راتلونکی او همداراز له هغو سیاستونو سره دچلند لپاره دلارو چارو دپیدا لپاره چې درسته نړۍ ئې په نښه کړې ده ، د تهران لپاره یو فرصت برابروی .
دایران خارجه وزیر همداراز دامریکا ورانکارو سیاستونو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دامریکا سیاستونو یوازې ایران نه بلکې درست هیوادونه په نښه کړی دی . هغه همداراز ددې خبرې په بیانولو سره چې ډیری هیوادونو ځانونه دامریکا له یو اړخیزو سیاستونو لیرې کړی دی ، ووئیل ،امریکا دکمزورتیا او بې چارګیو له امله په ایران دباؤنه اچوی،او اسلامی ایران به له دغو دباؤنو په سرلوړۍ او بریالیتوب سره تیر شی .