اسلامی ایران امریکا ته هیڅ اړتیا نه لری
د اسلامی ایران خارحه وزیر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د پیړۍ معامله د امریکا له ماته خوړلی سیاسته راپورته شوې،روښانه کړې،د واشنګټن سیاست زیاتره د ډیر دباؤ اچولو سیاست دی او دخبرواترو لپاره د امریکا د حکومت ظاهری بڼه یوازې یو نمایشی اړخ لری .
زمونږ خبریال راپورراکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا باید د ایران په ضد اقتصادی ترهه ګری ودروی ، زیاته کړی ،تهران نه یوازې امریکا ته کومه اړتیا نه لری ، بلکې له دوی سره په ارتباط پسې هم نه دی .
راپورښئ ، جواد ظریف پرون د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت د کمیشن په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکا سره هیڅ کار نه لرو،بلکې یوازې دې له نورو هیوادونو سره د ایران داړیکو خنډ او کارړنګونکی نه کیږی ،وئیلی دی ،په نړیواله سویه عمومی افکار او خلک د امریکا تبلیغات او پروپیګنډې د واشنګټن د اقداماتو په اساس سنجوی.
د اسلامی ایران خارحه وزیر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د پیړۍ معامله د امریکا له ماته خوړلی سیاسته راپورته شوې،روښانه کړې،د واشنګټن سیاست زیاتره د ډیر دباؤ اچولو سیاست دی او دخبرواترو لپاره د امریکا د حکومت ظاهری بڼه یوازې یو نمایشی اړخ لری .
جواد ظریف همداراز په ډې په ټینګار سره چې د جرمنی خارجه وزیر په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د درو اروپائی هیوادونو د رول او ددغې نړیوالې موافقې د ژوند د دوام د تعقیبونې لپاره تهران ته سفر کوی ، زیاته کړې ، ایران تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په اساس عمل کړی او د اسلامی ایران وروستی اقدامات هم ددغې موافقې په اساس دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده ، په بهرنی سیاست کې داسلامی ایران تمرکز پر ګاونډیانو توجه کول دی او وروستی سفرونه او دغه راز بیشکک او دوشنبې ښارونو ته داسلامی ایران د ولسمشر کیدونکی دوه سفرونه هم دهمدې په اساس پلان شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دجرمنی خارجه وزیر هایکو ماس نن سهار وختی تهران ته رارسیدلی او ټاکل شوې ده د جاپان لومړی وزیر شینزو آبه هم د جون په دولسمه نیټه تهران ته په سفر راشی