د ايران او جاپان د لوړرتبه پلاو ګډه ناسته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82761-د_ايران_او_جاپان_د_لوړرتبه_پلاو_ګډه_ناسته
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران – ټوکيو د تعلقاتو له پراختيا او ژورتيا څخه په هرکلي سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د دواړو هېوادونو د ګټو په بنياد په تېره بيا په اقتصادي برخه کښې د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2019 00:14 Asia/Kabul
  • د ايران او جاپان  د لوړرتبه پلاو ګډه ناسته

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران – ټوکيو د تعلقاتو له پراختيا او ژورتيا څخه په هرکلي سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د دواړو هېوادونو د ګټو په بنياد په تېره بيا په اقتصادي برخه کښې د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے.

ډاکټر حسن روحاني بېګا د ايران او جاپان د لوړ رتبه پلاو په ګډه غونډه کښې په تهران کښې د جاپان د وزيراعظم او ورسره د پلاوي له شتون څخه په هرکلي سره وويل: د ايران اسلامي جمهوريت له جاپان سره د تعلقاتو د پراختيا لپاره د ډېر اهميت قائل دے او هيله من يوو چې دغه سفر به د تهران – ټوکيو په تعلقاتو کښې د عطف ټکے وي.

د ايران ولسمشر همدارنګ  برجام اېټمي موافقې ته اشاره وکړه او د دې په بيانولو سره چې ټول هېوادونه د برجام موافقې او د ملګرو ملتو د ۲۲۳۱ پرېکړليک په وړاندې ټاکل شوې دندې په غاړه لري اميد څرګند کړه چې جاپان به هم په دې لړ کښې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

روحاني د دې په بيانولو سره چې که له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د ايران اقدامات نه وې نو د داعش په شمول ترهه ګرو ډلو ټوله سيمه په بحران کښې اچولې وه وويل، د سيمې د امنيت مسئله د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره زيات اهميت لري.

ولسمشر روحاني تاکيد وکړو د ايران اسلامي جمهوريت د امريکې په شمول له هيڅ هېواد سره د تاوتريخوالي او جنګ اراده نه لري خو که په راباندې تېرے اوشي نو د ايران ځواب به غاښ ماتونکے او پښېمانه کونکے وي.

روحاني وويل، ټول د سيمې امنيت او په سيمه کښې د تاوتريخوالي کمښت او د صلحې او ثبات ټينګښت ته ګروهنه لري نو پکار دي د ايران په خلاف اقتصادي بنديزونه ختم کړي او د بنديزونو په ختمېدوسره به په سيمه کښې نوي تعلقاتو وليدل شي.

ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د ايران خلق د امريکې د حکومت اقداماتو او ظالمانه اقتصادي دباونو په قهر کړي دي اميد څرګند کړ چې امريکايان بايد دې ټکي ته متوجه وي چې که له يو حکومت يا يوفوځ سره جنګ د کاميابۍ امکان ولري خوله يو ملت سره جنګ حتماً له ماتې سره مخامخ کيږي.

د جاپان وزيراعظم آبه شينزو هم د دې په بيانولو سره چې د برجام اېټمي موافقې ساتنه په دوو اړخيزو او نړيوالو تعلقاتو کښې د اعتماد د پراختيا لپاره ضروري ده تاکيد وکړ، جاپان د برجام د ساتنې لپاره زياتې هلې ځلې او ملګرتياوې کړې او کوي به.

آبه شينزو د ايران او جاپان په مالي او اقتصادي تعلقاتو باندې د امريکې د بنديزونو تاثير ته په اشارې سره وويل، دغه هېواد غواړي له ايران سره د تعلقاتو او د تېلو د اخېستلو ساتنه وکړي او ورته پراختيا وروکړي.