معظم رهبر: ټرمپ د هيڅ پېغام د مبادلې وړ نه بولم
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82786-معظم_رهبر_ټرمپ_د_هيڅ_پېغام_د_مبادلې_وړ_نه_بولم
د جاپان وزيراعظم شينزو آبې پرون سحر د خپل سفر په دويمه ورځ د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره کتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2019 08:37 Asia/Kabul
  • معظم رهبر: ټرمپ د هيڅ پېغام د مبادلې وړ نه بولم

د جاپان وزيراعظم شينزو آبې پرون سحر د خپل سفر په دويمه ورځ د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره کتنه وکړه.

د دغې کتنې په شروع کښې د جاپان وزيراعظم معظم رهبر ته وويل: «زۀ غواړم د امريکې د ولسمشر پېغام جنابعالي ته ورسوم.» د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جاپان وزيراعظم ته په خطاب کښې وفرمايل: «زۀ ستاسو په روغ نيت او جدي والي کښې څه شک نه کوم، خو هغه څه چې د امريکې د ولسمشر په حقله دې نقل کړل، زۀ ټرمپ د هيڅ يو پېغام د مبادلې قابل نه بولم او هغۀ ته  هيڅ ځواب نه لرم او نه به ولرم.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د دې ټکي په بيانولو سره زياته کړه: «هغه خبرې چې به وکړم د جاپان له وزيراعظم سره د خبرو اترو په چوکاټ کښې به وي،ځکه چې مونږ جاپان يو دوست هېواد ګڼو،که څه هم ځينې ګيلې ترې لروو.»

معظم رهبر په دې اړه چې امريکه له ايران سره په صادقانه توګه خبرو اترو ته چمتو ده د جاپان د وزيراعظم خبرو ته په اشارې سره وفرمايل: «د ايران اسلامي جمهوريت له امريکې او اروپايانو سره د پينځه جمع يو ډلې په قالب کښې د اېټمي موضوع په باره کښې پينځه شپږ کاله خبرې اترې وکړې او دغه خبرې اترې يوې نتيجې ته هم ورسېدې، خو امريکې په دغه پرېکنده موافقې او معاهدې عمل ونه کړ او خلاف ورزي يې وکړه نو په دې بنياد به کوم  داسې عاقل کس وي چې بيا له داسې يو هېواد سره چې د ټولو موافقو خلاف ورزي يې کړې وي خبرې اترې وکړي؟» په دې لړ کښې زيات شواهد موجود دي چې د نمونې په توګه حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د ايران په اړه د جاپان له وزيراعظم سره په کتنه کښې د امريکې د ولسمشر څو ورځې مخکښې څرګندونو ته اشاره وکړه او وې فرمايل: «البته ټرمپ له جاپانه له ستنېدو وروسته بې له څه ځنډه د ايران د پېټروکيميکل صنائعو بائيکاټ اعلان کړ. آيا دا د صداقت پېغام دے؟ آيا دا چاره ښودنه کوي چې هغه د صادقانه خبرو اترو اراده لري؟» د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د ايران لخوا د اېټمي وسلو له جوړولو څخه د مخنيوي لپاره د امريکې د ارادې په اړه د جاپان د وزيراعظم خبرو ته په اشارې سره واضحه کړه، «مونږ له اېټمي وسلو سره مخالف يوو او د اېټمي وسلود جوړولوپه حراموالي زما فتوا موجوده ده خو په دې پوه شئ چې که مونږ د اېټمي وسلو د جوړولو اراده لرلې نو امريکې هيڅ نه شو کولې او د امريکې اجازه نه ورکولو يې هيڅ مخه نه شوه نيولې.» حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په دې باندې په تاکيد سره چې د اېټمي وسلو ذخيره کول د عقل په خلاف اقدام هم دے، دا خبره په ګوته کړه چې «امريکه په هيڅ وجه په دې اړه چې کوم هېواد دې اېټمي وسلې ولري يا ونه لري د خبرو کولو صلاحيت نه لري، ځکه چې امريکه په خپلو ګودامونو کښې څو زره اېټمي خويلې يا نيوکليئر وار هېډز لري.»

حقيقت دا دے چې له ايران سره د امريکې مسئله نه د ايران له اېټمي فعاليت څخه اندېښنه يا د برجام اېټمي معاهدې په اړه نه ده. ټرمپ په حقيقت کښې له هر هغه اقدامه چې د هغه په اند يې کولې شول اسلامي جمهوري نظام ته ګوزار ورکړي او ورته زيان ورسوي يا د ايران د پرمختګ مخه اونيسي، ډډه نه ده کړې. داسې ډول مخينو او ماضي ته په پام سره دي چې معظم رهبر په دې اړه چې ټرمپ هغه ته ويلي دي چې «امريکه په ايران کښې د رژيم او نظام د بدلولو اراده نه لري» د جاپان د وزيراعظم خبرو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، له امريکايانو سره زمونږ مشکل د رژيم او نظام بدلون نه دے، ځکه چې که هغوي داسې څه اراده ولري هم نوعملي کولې يې نه شي، هم هغه ډول چې د امريکې مخکښېنيو ولسمشرانو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ختمولو لپاره کوششونه وکړل خو وې نه کړې شول.

امريکائي سياسي شناندے او نظريه پرداز نوام  چامسکي له ايران سره د امريکې د دښمنۍ او کينې د اصلي دلائلو په بيانولو کښې وائي:

«د نړيوالو تعلقاتو په اړه يوه هغه پاليسي چې د نظريو په کتابونوکښې نه وړاندې کيږي، مافيائي پاليسي ده. نړيوال مسائل زياتره د مافيا په شان کنټرولولې شي. پلندر (يعنې امريکه) هيڅ ډول نافرماني نه شي زغملې.»

دا يو داسې حقيقت دے چې حتی شينزو آبې هم پرون په خپلو خبرو کښې ورباندې اعتراف وکړ او وې ويل امريکايان تل غواړي چې خپل فکر او نظريات په نورو هېوادونو وتپي.

نو په دې بنياد په امريکې باندې د ايران د بې اعتمادۍ او د داسې تفکر له خاوندانو سره د خبرو اترو د  بې نتيجې والي د وجې درک کول څه ګران کار نه دے؛ خوهغه څه چې په دغه کتنه کښې د ايران او جاپان د تعلقاتو د مستقبل لپاره اهميت لري د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تعلقاتو د پراخولو لپاره د جاپان د وزيراعظم له تجويز څخه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر هرکلے دے.معظم رهبر واضحه کړه: جاپان په اېشيا کښې يو مهم هېواد دےاو که له ايران سره د تعلقاتو له پراختيا سره دلچسپي لري نو پکار دي د خپلې پرېکنده ارادې ښودنه دې وکړي، هم هغه ډول چې ځينو مهمو هېوادونو د دغې ارادې ښودنه کړې ده.