ایران د آژآنس د راپورونو په اساس ایټمی موافقې ته پابندپاتې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82855-ایران_د_آژآنس_د_راپورونو_په_اساس_ایټمی_موافقې_ته_پابندپاتې_دی
میرمن موګرینی دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې مدعی شوی،چې د اروپائی اتحادئې تمرکز دم ګړۍ دایټمی موافقې پر ساتلو او ددغې نړیوالې موافقې له ګټو د ایران د ولس پر برخمیندا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 18, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • ایران د آژآنس د راپورونو په اساس ایټمی موافقې ته پابندپاتې دی

میرمن موګرینی دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې مدعی شوی،چې د اروپائی اتحادئې تمرکز دم ګړۍ دایټمی موافقې پر ساتلو او ددغې نړیوالې موافقې له ګټو د ایران د ولس پر برخمیندا دی .

د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  یو ځل بیا  وئیلی دی و جامعې ایټمی موافقې ته دایران  دپابندۍ په باب داروپائی اتحادئې ارزونې  د اعلامیو په اساس نه ،بلکې د   ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  د  راپورونو په اساس دی  .

 میرمن موګرینی  دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې مدعی شوی ، چې   د اروپائی اتحادئې تمرکز دم ګړۍ  دایټمی موافقې پر ساتلو  او  ددغې نړیوالې موافقې  له  ګټو د  ایران د ولس  پر برخمیندا  دی .

 همداراز د  میرمن موګرینی یوې لوړپوړې سلاکارې  ناتالی توچی  هم  دایټمی  نړیوالې موافقې په وړاندې د ایران کړچار  منصفانه بللی او  ددې پوښتنې په ځواب کې ئې چې آیا  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د وتلو په باب دایران ګواښونه   پخپلو ژمنو د پابندۍ لپاره    اروپائی اتحادئې ته  تر ټولو ورستی ګواښونه دی ،ووئیل ،  که زه  ځان ایرانی وګڼم ، یعنی  که زه په ایران کې یوه فیصله کونکی وائ نو  په زیات احتمال سره  به مو همدغه شان ګواښ کولی  چې یو سم او په ځای اقدام دی .

 داپه  داسې حال کې دی چې دایران دایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی  پرون  په خبری ناستې کې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د ایران د پخو شوو  یورانیمو  د زیرمو له درو سوو کلوګرامو  د آوړیدو خبر ورکړی دی.

 له دې سره په یووخت  دجرمنی اوانګلستان حکومتونو   دایران په دغه اقدام په غبرګون کې  له اسلامی ایران څخه غوښتی دی ،  جامعې ایټمی موافقې مادو ته دې پابنده پاتې شی.دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم د  اوکراین له ولسمشر سره په ګډې غونډې کې ایران ته په داسې حال کې سپارښتنه  کړې چې لازیات زغم څخه دې کار واخلی، چې تردې دمه ئې په د غې نړیوالې ایټمی موافقې کې پخپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.