ایران د آژآنس د راپورونو په اساس ایټمی موافقې ته پابندپاتې دی
میرمن موګرینی دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې مدعی شوی،چې د اروپائی اتحادئې تمرکز دم ګړۍ دایټمی موافقې پر ساتلو او ددغې نړیوالې موافقې له ګټو د ایران د ولس پر برخمیندا دی .
د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی یو ځل بیا وئیلی دی و جامعې ایټمی موافقې ته دایران دپابندۍ په باب داروپائی اتحادئې ارزونې د اعلامیو په اساس نه ،بلکې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د راپورونو په اساس دی .
میرمن موګرینی دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې مدعی شوی ، چې د اروپائی اتحادئې تمرکز دم ګړۍ دایټمی موافقې پر ساتلو او ددغې نړیوالې موافقې له ګټو د ایران د ولس پر برخمیندا دی .
همداراز د میرمن موګرینی یوې لوړپوړې سلاکارې ناتالی توچی هم دایټمی نړیوالې موافقې په وړاندې د ایران کړچار منصفانه بللی او ددې پوښتنې په ځواب کې ئې چې آیا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د وتلو په باب دایران ګواښونه پخپلو ژمنو د پابندۍ لپاره اروپائی اتحادئې ته تر ټولو ورستی ګواښونه دی ،ووئیل ، که زه ځان ایرانی وګڼم ، یعنی که زه په ایران کې یوه فیصله کونکی وائ نو په زیات احتمال سره به مو همدغه شان ګواښ کولی چې یو سم او په ځای اقدام دی .
داپه داسې حال کې دی چې دایران دایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی پرون په خبری ناستې کې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د ایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمو له درو سوو کلوګرامو د آوړیدو خبر ورکړی دی.
له دې سره په یووخت دجرمنی اوانګلستان حکومتونو دایران په دغه اقدام په غبرګون کې له اسلامی ایران څخه غوښتی دی ، جامعې ایټمی موافقې مادو ته دې پابنده پاتې شی.دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم د اوکراین له ولسمشر سره په ګډې غونډې کې ایران ته په داسې حال کې سپارښتنه کړې چې لازیات زغم څخه دې کار واخلی، چې تردې دمه ئې په د غې نړیوالې ایټمی موافقې کې پخپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.