امریکاد جامعې ایټمی موافقې په باب دنظر څرګندولو صلاحیّت نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82856-امریکاد_جامعې_ایټمی_موافقې_په_باب_دنظر_څرګندولو_صلاحیّت_نه_لری
بعیدی نژاد وئیلی ، امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلې ده او دا ئې تر ټولوبده موافقه بللې ده ، نو څرنګه تمه لری ، ایران ددغې موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ پابنده پاتې شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 18, 2019 02:57 Asia/Kabul
  • امریکاد جامعې ایټمی موافقې په باب دنظر څرګندولو صلاحیّت نه لری

بعیدی نژاد وئیلی ، امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلې ده او دا ئې تر ټولوبده موافقه بللې ده ، نو څرنګه تمه لری ، ایران ددغې موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ پابنده پاتې شی .

زمونږخبریال راپور راکړ په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر  حمید بعیدی نژادله سی این این ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا له غیر قانونی اویو اړخیزې وتنې وروسته  ددغې نړیوالې  موافقې  په باب  د نظر څرګندونې  هیڅ صلاحیّت  نه لری .

بعیدی نژاد وئیلی ، امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلې ده  او دا ئېتر ټولوبده موافقه بللې ده،نو څرنګه تمه لری،ایران ددغې موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ پابنده  پاتې شی .

 په لندن کې د ایران سفیر وئیلی دی ، مونږ اعلان کړی دی چې  جامعه نړیواله ایټمی موافقه  یا  بشپړ اجرا کیږی  په داسې بڼه کې ئې  درست لوری خپلو ژمنو ته پابند دی یا د موافقې له نیمو او ګونګو مادو سره مخ یو .بعیدی نژاد روښانه کړې ،که دې نتیجې ته ورسیږو چې له نیمګړی موافقې سره مخ یوو ، نو ایران حق لری،چې خپلې ځینی ژمنتیاوې ترڅو چې  وضعیّت مشخص نشی وځنډوی،ځکه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ۲۶او ۳۶ مادې  خپلو ژمنو ته دمقابل لوری د نه پابند کیدا په بڼه کې  ایران حق لری،د خپلو ژمنتیاؤ اجرا په کلی او یا جزئی  ډول وردوی .