د امریکې نویو ترهګرو سیاستونو د هیوادونو هویت په نښه کړی دی
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل علي شمخاني:امریکې د نړیوال نظام امنیت په یواړخیز پالنې او له بهرنیو بندیزونو سره بې ثباته کړی دی
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د امریکې ماډرن ترهګرو سیاستونو چې د استخباراتي اوزارو، نفسیاتي او سایبري عملیاتو، الیکټرانک جنګ، وړو الوتونکو یوه برخه او د ژواک چاپيریال ګواښونه په کښې شاملیږي، د هیوادونو ملي هویت او حاکمیت یې په نښه کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې علي شمخاني نن د روسیې د سویل په یوفا ښار کښې د نړۍ د هیوادونو د امنیتي چارو د جګ پوړو استازو په لسمه غونډه کښې، د ایران ایټمي تاسیساتو ته د زیان رسولو لپاره د سټاکس نیټ وایرس په کارولو کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دې سایبري تیري ته د نړیوالو کمزوری غبرګون او یا یې چپتیا سبب شوه چې نن سبا امریکا د ویزویلا په بریښنايي تاسیساتو باندې هم د سایبري حملې کولو جرأت پیدا کړي.
ښاغلي شمخاني د ټرمپ امریکا د هغې د موجودیت په ټول دوران کښې ترټولو غټ جنګ غواړی هیواد وباله او زیاته یې کړه: امریکې د نړیوال نظام امنیت په یواړخیز پالنې او له بهرنیو بندیزونو سره بې ثباته کړی دی او د پيسو او بانکونو له نظام او نړیوالو مالي شبکو څخه پر خپلواکه هیوادونو د یرغل لپاره د یوې وسلې په توګه کار اخلي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي هم داشان د نړیوالو حقوقو سیسټماټیکې خلاف ورزۍ او له نړیوالو تړونونو د امریکې وتلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د نړۍ خپلواکه هیوادونه باید د څواړخیزو لاروچارو په جوړولو سره د امریکې په وړاندې ودریږي.