د فرانسې دولسمشرځانګړی سلاکار نن تهران ته په سفرراځی
د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی هم پرون ناوخته له فارس خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی،د ایران د یورانیمو دپخولو سویه له درې اعشاره اوه شپیت فی صدی څخه څلور اعشاریه پنځو فی صدو ته زیاته شوې ده او له دغه اقدامه ئې د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس لوړپوړی چارواکی هم خبر کړی دی .
کمالوندی روښانه کړې ده ،که د نړ یوالې ایټمی موافقې مقابل لوری په تیره بیا د ا روپاټرائیکا پخپلو ژمنتیاؤ عمل ونه کړی ، نو په دریم ګام کې به د ایران د یورانیمو دپخولو اندازه تر شلو فی صدو پورې لوړه شی ،خو فی الحال د ایران دریئکټرو د سونګو د تولید ضرورت په همدغو څلور اعشاره پنځو فی صدو سره پوره کیږی
دا په داسې حال کې دی چې دایران له خوا دنړیوالې ایټمی موافقې داجرائی مادو په اساس دژمنتیاؤ د کمولو د دوام لپاره د اسلامی ایران د چارواکو جدیّت ته په پام سره د فرانسې دولسمشر ځانګړی سلاکار ټاکل شوې ده ، د ا یران دایټمی موضوع په سر د تاؤ تریخوالی د کمولوپه موخې سره نن تهران ته په سفر راشی .
راپور ښئ په ډیپلوماټیکو چارو کې دفرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون ځانګړی سلاکار به په دغه نننی سفر کې هڅه وکړی څو دایټمی موضوع په سر دایران او امریکا ترمینځ رامینځةشوی تاؤتریخوالی کم کړی .
دفرانسې دولسمشر ددفتر له خوا دشنبې په ورځې هم داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره د فرانسې د ولسمشر ماکرون له ټیلیفونی خبرو وروسته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی وو، پاریس دایران له ایټمی پروګرام سره په ارتباط کې له ایرانیو چارواکو او نورو لورو سره خبرواترو ته دوام ورکوی .