په واکمنې شورا کښې د ایران استازي په امریکې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83318-په_واکمنې_شورا_کښې_د_ایران_استازي_په_امریکې_نیوکه_وکړه
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران استازي وویل: د ایټمي موافقې د خلاف ورزي کونکي هیواد (امریکې) په غوښتنه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د غونډې ترسره کیدل یو تریخ طنز دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2019 01:12 Asia/Kabul
  • په واکمنې شورا کښې د ایران استازي په امریکې نیوکه وکړه

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران استازي وویل: د ایټمي موافقې د خلاف ورزي کونکي هیواد (امریکې) په غوښتنه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د غونډې ترسره کیدل یو تریخ طنز دی.

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران استازي وویل: د امریکې کړنلاره او بهرنی سیاست دوه ډوله دی او د ایټمي موافقې د خلاف ورزي کونکي هیواد په غوښتنه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د غونډې ترسره کیدل یو تریخ طنز دی.

کاظم غریب آبادي د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا په بیړنی ناسته کښې څرګنده کړه: د خپلو برجامي ژمنو په کمولو کښې د ایران اقدامات د واکمنې شورا په ماموریتي چوکاټ او څارنې پورې اړوندو موضوعاتو پورې هیڅ تړاؤ نه لري.

په ویانا کښې د نړیوالو سازمانونو په نزد د ایران استازي ټینګار وکړ: امریکا له برجامه وتلې ده او د دغې موافقې د نابودولو لپاره یې له هیڅ کوششه ډډه نه ده کړې.

هغه څرګنده کړه: یوازې په تیر یو کال کښې امریکې د نړیوالو حقوقو پر خلاف د ایران پر ضد ۲۰ ډوله بندیزونه لګولې دي.

کاظم غریب آبادي څرګنده کړه چې دغو بندیزونو په تیره بیا پر بانکي او مالي نظام باندې لګیدلو بندیزونو حتی په انسان دوستانه فعالیتونو هم اغیزه کړې ده. د امریکې بندیزونو ضروري درملیزو او طبي محصولاتو ته لاسرسی محدود کړی او د طبیعي آفتونو په وخت یې د انساندوستانه مرستو د انتقال مخه نیولې ده.

د ویلو ده چې د امریکې په غوښتنه، د خپلو برجامي ژمنو په کمولو کښې د ایران د وروستیو اقداماتو د څیړنې لپاره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا بیړنی غونډه پرون مازیګر د آسټریا په پلازمینې ویانا کښې ترسره شوه.