د شېخ ابراهيم زکزاکي د نيونې په دوام د تهراني محصيلينو احتجاج
د تهران د پوهنتونونو ګڼ شمېر محصيلينو په راغونډېدو سره د نائجېريې د اسلامي غورځنګ د مشر شېخ ابراهيم زکزاکي د نيول کېدو په دوام باندې خپل اعتراض اعلان کړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نن د تهران ښار د پوهنتونونو محصيلينو په دغه احتجاجي غونډه کښې له شېخ ابراهيم زکزاکي څخه د ملاتړ تر څنګه د يو لړ نعرو په وهلو سره د نائجېريې د اسلامي غورځنګ د مشر په زرترزره آزادولو تاکيد وکړ.
تهراني محصيلينو همدارنګ د ايران له خارجه وزارته وغوښتل چې د نائجېريه د اسلامي غورځنګ د مشر د ازادۍ لپاره دې خپلې ټولې هلې ځلې وکاروي.
د جولائۍ په دريمه نېټه هم د ايران يو شمېر ډاکټرانو او د رسنيو خاوندانو د ابراهيم زکزاکي په سخت بدني حالت باندې په اعتراض کښې په تهران کښې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.
د ویلو ده چې شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغوي میرمنه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه په زاریا ښار کښې د هغوي په کور باندې د نایجیریا د پوځیانو په حمله کښې نیول شوې دي.دغه مهال د نایجیریا د پوځ په ډزو کښې د شیخ زکزاکي د دریو زامنو په شمول سلګونه کسان شهیدان شوې وو.شېخ زکزاکي اوس ډاکټر او علاج معالجې ته د لاسرسائۍ له امکانه او ورسره د خپلې بيمارې مېرمن له ارتباط نه بغېر هم هغه شان په بند کښې پروت دے.