دښمن له سیاسی اوعقلی زوال سره مخ شوی
-
نن سبا د ایران دملت قدرت او عظمت د دښمن د لالهاندۍ او د سیمې دهیوادونو د افسردګۍ سبب شوی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی په دې خبرې سره چې دښمن له عقلی او سیاسی زوال سره مخ شوی دی وویل د ایران دملت د مقاومت نتیجه د دښمن د سیاسی خپګان(افسردګۍ) او د زوال سبب شوی چې ددښمن په ټولو ارکانو کښې لیدل کیږی .
هغه دایران په لویدیځ کښې په کرمانشاه ولایت کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک دعسکرو په ټول کښې وویل دښمانانو د ائتلاف په جوړولو سره ایران تر اقتصادی او امنیتی دباونو او پوځی رعب لاندې راوستی دی خو یوه(۱) حقیقت بڼه خپله کړی ده چې دښمن مخ په ځوړتیا دی .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامی د دښمانانو په مقابل کښې د ایران دملت د بریالیتوب یو(۱) دلیل د اسلامی انقلاب دستر لارښود لارښونې وبللې او ویې ویل نن سبا په سیمه کښې پوځونو دایران داسلامی انقلاب په منطق سره دصهیونیسټ رژیم د ماتی په لاره کښې بڼه خپله کړی ده .
هغه په دې خبرې سره چې دښمن له جنګ او نښتې سره دلچپسۍ نلری ټینګار وکړ که چیرې په سیمه کښې نوی جنګ رامینځته شی صهیونیسټ رژیم په سخته ګواښل کیږی او نسکور به شی .
حسین سلامی وویل نن سبا د ایران دملت قدرت او عظمت د دښمن د لالهاندۍ او د سیمې دهیوادونو د افسردګۍ سبب شوی دی .