امریکا په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې ناامني غواړي
د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبی مرستیال وايي، امریکایان په فارس خلیج کښې د ناامني جوړولو په لټه کښې دي څو په دې پلمه سمندري ائتلاف جوړ کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال په دې خبرې سره چې ایران د پيړیو په اوږدو کښې تل په فارس خلیج او هرمز تنګي کښې د امنیت ساتونکی پاتې شوی دی، وویل: امریکایان په دې سیمه کښې د ناامني جوړولو په لټه کښې دي څو په دې پلمه سمندري ائتلاف جوړ کړي.
اسحاق جهانګیري پرون د ترکمنستان په آوازه سیاحتي سیمه کښې د کاسپین د وړومبنۍ اقتصادي غونډې ترڅنګ د روسیې د وزیراعظم دیمیت مِدوِدِف سره په کتنه کښې، په فارس خلیج او عمان سمندر کښې د امریکې اقدامات د ثبات او امنیت خرابونکي وبلل او زیاته یې کړه: د روسیې په شان د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړي هیوادونه دې د دا ډول اقداماتو په هکله امریکې ته خبرداری ورکړي.
د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال له ایټمي موافقې د امریکې وتلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د برجام ټول لوري باید پر خپلو ژمنو پابند ووسي.
هغه هم داشان وویل چې ایران د انرجۍ په شان په ټولو برخو کښې له روسیې سره د خپلې ملګرتیا پراخولو ته تیار دی.
په دغه کتنه کښې د روسیې وزیراعظم دیمیټري مِدوِدِف هم په دې خبرې سره چې امریکې د ایران او روسیې په وړاندې غلیمانه سیاست غوره کړی دی، وویل: له برجامه د امریکې د وتنې په وړاندې د ایران دریځ بیخي منطقي او مقتدرانه دی.