د اسلامی هیوادونو پرضد د اسرائیلو دسیسه شنډه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84022-د_اسلامی_هیوادونو_پرضد_د_اسرائیلو_دسیسه_شنډه_شوی
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په درې دیرش (۳۳) ورځنی جنګ کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ د بریالیتوب دکلیزې په مبارکۍ سره ټینګار وکړ د اسلامی هیوادونو په ویشلو کښې د صهیونیسټانو دسیسه له ماتی سره مخ شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2019 00:48 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم له لبنان سره په درې دیرش (۳۳) ورځني جنګ کښې د ډیرو مرګ ژوبلو او مالي تاوانونو په زغملو سره شاتګ ته مجبوره شو .
    صهیونیسټ رژيم له لبنان سره په درې دیرش (۳۳) ورځني جنګ کښې د ډیرو مرګ ژوبلو او مالي تاوانونو په زغملو سره شاتګ ته مجبوره شو .

زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په درې دیرش (۳۳) ورځنی جنګ کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ د بریالیتوب دکلیزې په مبارکۍ سره ټینګار وکړ د اسلامی هیوادونو په ویشلو کښې د صهیونیسټانو دسیسه له ماتی سره مخ شوه .

هغه پرون د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله او د پارلمان مشر نبیه بیری ته په جلاجلا پیغامونوکښې دلبنان پرضد درې دیرش (۳۳) ورځنی جنګ کښې د قدس دنیواکګر رژیم له دروغو د ډک رعب ماتیدا ته په اشارې سره وویل دغه بریالیتوب دحزب الله د مبارزانو د سرشیندنې ، د جهاد ، د ایمان دقدرت او دمقاومت دبهیر د مشرۍ او درایت نتیجه وه .

دایران دپارلمان مشر علی لاریجانی دغه راز د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې د مقاومت له بهیر څخه دایران داسلامی جمهوریت د بیا ملاتړ په اعلانولو سره  ټینګار وکړ د امریکا دپیړۍ دمعاملې پلان به هیڅکله ددې جوګه نه وی چې د صهیونیسټ رژیم له تیریو څخه ډک اروز پوره کړی .

د لبنان د حزب الله غورځنګ دځواکونو او د صهیونیسټ رژیم دپوځ ترمینځ درې دیرش (۳۳)ورځنی جنګ د ۲۰۰۶میلادی کال د جولاۍ په دولسمه (۱۲) نیټه پیل شو او د هماغه کال د اګست دمیاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه د حزب الله په بریالیتوب سره پاې ته ورسید .

صهیونیسټ رژیم له لبنان سره په درې دیرش (۳۳) ورځنی جنګ کښې د ډیرو مرګ ژوبلو او مالی تاوانونو په زغملو سره شاتګ ته مجبوره شو .