د جاپان مرستیال خارجه وزیر په تهران کښې له ظریف سره وکتل
د جاپان د خارجه وزیر مرستیال نن په تهران کښې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل او تهران له ټوکیو سره د سلا مشورو د دوام هرکلی وکړ.
د جاپان د خارجه وزیر مرستیال نن په تهران کښې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل او تهران له ټوکیو سره د سلا مشورو د دوام هرکلی وکړ.
محمد جواد ظریف نن په تهران کښې د جاپان د مرستیال خارجه وزیر موري تاکه او په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ښو او رغنده اړیکو او همداشان تهران ته د جاپان د وزیراعظم مهم سفر او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره یې کتنې ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسائلو په هکله له جاپان سره د سلامشورو د دوام هرکلی وکړ.
د جاپان مرستیال خارجه وزیر موري تاکه او هم وویل چې جاپان له تهران سره د اړیکو او د سلامشورو د دوام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی.